کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دښكلي ننګرهار برېښنا

دښكلي ننګرهار برېښنا

ډېـرو قدرمــــنو لوســـــتونكـــــو!



په بيـــنوا ويبپاڼه كې مې دښـــاغلي عبــدالمعيد هاشـــمي او ن.اكيـــس له درده څخه ډك اوځورونكي مطالــب كوم چې د (په ننګرهار کې نه ، شمال کې دې پانګه واچول شي) او (د برېښنا وزارت مشرقي په تياره کې ساتي)ترعنوان لانـدې ليكل شوي، ولوستل تبه مې ډېره ورانه اوپه ملاتړكې يې دا ليكنه ستاسومحترم حضورته وړانـدې كوم دا خوپه ښكاره تاسوته وايم چې زه هيڅكله هم دخپل گران هيوادله غليمانواوپلورونكو څخه كومه گـيله نه كوم او نه عـذر ورته كوم داخوهغوى ته دپرديوله خواټاكل شوې موخې دي چې زموږگران هيواداوكړېـدلى ولس لانـــور پسې وكړوي، هرسا لم انسان پوهېږي چې داددريولسيزوناورين دڅه اودچالپاره پلان شوى اوپلانېږي،سكاټ،اوراگان، هوائې بمبارۍ اونوركړاونه دچا له خوااوپه كوموسيموكې ترسره شول اولا هم روان دي، خوزما گيله له خپله قا مـــه څخه ده ترڅوبه په خپل مينځ كې سره خورو؟ ترڅوبه دعقايدواوسياسي مخالفتونوپه لمبو كې خپل قـــــام سوځوو؟


اسمعيل، ايشان،بې نشـان اودشمال ټلوالې نورې تورې څېرې څه گـرم دي هغوى خوهم خپل جيبونه اودسويس بانكونه ډكوي اوهم دبهرني غليم په دستور زموږ وروڼه قومونه په همدې ډول په خپلو كې سره اچوي اسمـعيل چې د احمدنژاد زاړه جنراتورونه زموږ دولس په وينولس ځلې گران ونه پېري نوبيا به دايران اتومي بټۍ په كومـو پيسوودانېږي؟


ټوله پړه زموږ دكرزي په اداره كې ده ددې ادارې هرباصلاحيته كس چې معولاٌ دجمعيت او شمالي ټلوالې غړيتوب لري نه تنها چې دبنسټيز قانون داتيايمې مادې پرخلاف ورځنۍ چارې په مخ وړي بلكې په خپلوهيواداوولس دښمنو چارو لا وياړي هم،دولس دبربادي اونفاق لپاره يې سل ډوله سياسي گوندونه جوړكړل،خپل لنډه غريې دملكي امتيتي كمـــپنيوپه نوم دهيواد په ټپي زړگي كابل كې بيالكه دگور چينجې ځاى په ځاى كړل،دترورپروژه يې د اى.يس.اي تر مشــورولاندې ښه په غرب په مخ روانه ده،داورلمبې په پښتون مېشتو سيموكې ديو شميراحمقانوپه وســــيله بلې ساتي چې،دنړيوالو زامن هم په دې غوبل كې ترپښو لاندې كېږي خوپرمختگ صفردى بس په همـــدې خړواوبو كې چې نن ايشان بې نشان او اسمعيل كبان ونه نيسي نو كله به بيا داموقع په لاس ورځي؟


داټول لږ اخوا كېږدئ راشئ بيا هم دكرزي صيب په اداره كې دمافيائې كړيو ولكې ته چې دنړيوالې مافيــا ركارډ يې مات او د سيمې هيوادونوته همدا اوس اوس دمافيائي كېدولوىخطرمخامخ دى،رشوت اود فساد نوروډولــونوخونن ورځ نه تنهاچې دهيواد په دننه كې زموږ لوستي اونالوستي وگړي تردوسپوږمو رارسولي دي بلكې له گـران هيواد څخه بهرهم افغانان اود افغانانوخواخوږي ورته ځورېږي،شـپږ كاله وشو چې دښاغلي كرزي دادارې پاليسي لاځكه نه جوړيږي،چې داسې هيواد دښمنه عناصر پكې حاكم دي ،خلگ په لوړځي دوى له چوپانواو نړيوالــــو سره په ځوړ روان دي،ورځ په ورځ زموږ راتلونكي نسل ته دپورونو پيټي درنديږي،حال معلوم نه دى څه راځي او څه وزي گوډاگيان په چوكـيوسپاره گرزي،دهرې ورځې په تېرېدو امنيتي حالت پسې ورانيږي دوه پنجابيان نن ورځ دادټولې نړۍ په سـترگوكې خاورې ور اچوي كه ددوى داپلان وي چې په ځانمرگي بريدونوبه دډېورن توره كرښه په افغانانوومني نوداخوب دې اوبوته ووائې


دا به يو افغان هم ورسره ونه منې هو!


دامنم چې دشمالي ټلوالي ورسره خوښه ده خودسترافغان په مقابل كې داټلوالي او داتورلينگي هيڅ هم نه دي،بيا هم له 


خپله لاسه موږ دې حالت ته راورسېدو،كړاونه خوډېردي دا نورمسايل به په ننني مطلب كې نه ليــكم رابه شــــم بيا زما ښكلي ننگرهاردزړه قرارته ممكين گران لوستونكي ووائې چې دا بسمل به دننگرهاروي نه زه دټول افغانســــتان مگـــر زېږېدلى په لويه پكتياكې يم خوښكلى ننگرهارځكه راته ډېرگران دي چې زموږ دگران هيوادپه داسې يوه نقـطه كې قرار لري لكه زړه چې دانسان په بدن دكې ځاى لري اوبل خودا چې، له خيبره څخه په كوزه خوږه پښـــتونخوا وراوړم داهم   بايد زياته كړم چې،زه وياړم چې دهيواد په هرگوډ كې چې يو ښه كارترسره شي داكه په واخان كې وي كه په جوزجان، ارزگان،هلمند،هرات،پكتيا،كنړ،فارياب،باميان اونوروولايتونوكې،خو دادمور اوميري سلوك زه هيڅ كله نه شم زغمــلى يوملي تجار به په نيمروز يا په بدخشان كې ددې اسانتياوي ياعلاقه لري، بل به په كنړ يا قندهاركې نوداايشان بې نشان لا چاراوستلى چې له خپلې خېټې پلانونه راباسي؟


گــــرانـــو اوخوږو هيـــوادوالـــــو!


په زاريو او جگيوڅه نه كېږي او دا په پښتني لوړكلچر كې دزغم وړهم نه دى ښه به وي چې لاندې چاري عملي شي:


ــ په ټولوپښتون ميشتو سيموكې بايددقانون په چوكاټ كې غبرگون دمظاهروميټينگونواونوروغونډوپه ترځ كې وشي .


ــ په پارلمان كې بايد هېواد دوسته اوپښتانه وكيلان خويندې اووروڼه دهمدې مسلى په اړوندجدي غبرگون وشيي .


ــ دبريښنادوزيراودهغه دمرستيال ټغر بايد ژر تر ژره ورټول شي .


ــ له ملي سوداگرښاغلي حاجي ميراجان څخه ديوپكيتيا وال په صفت هيله كوم چې دلويې پكتيادهسكې شملې دلا لوړولو لپاره داپروژه سرته ورسوي .


ــ دننگرهارله والي ښاغلي گل اغاشېرزي څخه هيله كوم چې ددې پروژې دتطبق لپاره داتاريخي برى ترلاسه كړي .



دپورتنيو مطالبو له ليكونكوڅخه يوڅل بيا دزړه له كومې مننه كوم چې موږ يې په جريان خبر كـړواو له دانورو قلموالو يارانو څخه هم داهيله كوم چې راپاڅېږي له يو لاس څخه ټك نه خېژي يا به مرو يا بې گټو!