کور / خبرتیا او پيغامونه / د عادل اڅکزي شعري ټولګه(روڼ څاڅکي)چاپيږي

د عادل اڅکزي شعري ټولګه(روڼ څاڅکي)چاپيږي

دځوان او هڅاند شاعر ښاغلي عادل اڅکزي شعري ټولګه(روڼ څاڅکی)چاپيږي.



د زيري وړ خبره ده چي د سهېلي پښتونخوا (چمن) د يوه تنکي او ګلالي شاعر ګران عادل اڅکزي لومړۍ شعري ټولګه ( روڼ څاڅکی ) به په نژدې ورځو کي د چاپ په ګاڼه وپسولل سي،نويشت کلن عادل اڅکزی خپل شپږ کلن هنري زيار ماناخپل شعري غورچاڼ د ( روڼ څاڅکی ) په نامۀ وړاندي کوي، دا زرين شعري اثر به ډېر ژر د مينه والو تر لاسونو په چاپي بڼه ورسيږي، زموږ دا مېړۀ مخي دروند شاعر په خپله توده شاعري کي پر بېلابيلو موضوعاتو خپل هڅاند قلم چلولی دی،خو يؤ اړخ يې په شاعري کي له ورايه ښکاره کيږي هغه لکه د پښتون افغان پر محکوميت،او پر دې بېوزله قام د پرديو ناروا ظلم و بربريت،او د خپل وياړمن قام پر نني ځپلي قسمست په وينو وينو ژاړي،تر سترګو سرې اوښکي څڅو ي؛ د پښتنو پر بېلوالي يا د دوۍ تر منځ چي په نن وخت کي د هجر کومه توره تياره غوړېدلې ده،لکه چي وايي:



ستا په هجر کي تر خوار زړۀ غلبلې وتلي دي
د دوؤ سترګو تر کاسو مي اوښکي سرې وتلي دي



عادل اڅکزی خپل هېواد ته د خاريجي يرغل ګرو را داخيلېدل په کلکه غندي هغه که هر څوک او که په هر نامۀ وي؟
پر هم دې اساس يې دا بېت لوستلاي سو :



په داسي حال کي له سپېرو شونډو مسکا مه غواړه
چي ګران هېواد ته مي د وير توري لښکري اوړي



هيڅ د احساس خاوند افغان نه په شعوري او نه په غېر شعوري توګه و دې ته تيار دی چي هغه دي د ډيورنډ منحوسه کرښه ومني کومه چي د پښتنو تر منځ کرغېړن بېلتون راوستل غواړي، عادل اڅکزی په داسي سيمه کي سترګي غړولي دي او تر اوسه پکي اوسي چيري چي د وخت جبر په ناروا توګه د پښتنو پر سينه په خنجر باندي کرښه د ډيورنډ په نامۀ راوکښله،چمن يادوم ، چمن په مصنوعي توګه د نورو ګڼوسيمو او په سوونو کلوميتره مځکي په شمول له ګران هېواد افغانيستان څخه د يوه وجود په څېر بېل کړل سوی دی ، عادل اڅکزی له خپلي مشاهدې له مخي پر دې مصنوعي کرښه مېشت سرحدي پوله هره ورځ په خپلو سترګو له نژدې ويني او څاري،او دا هم په سوز منو سترګو څاري چي افغاني وروڼه يې د پولي د اوښتو او را اوښتو په وخت کي د پنجاب د نوکرانو(ملېشا)له خوا څومره په ناترسۍ سره ځورول کيږي،نارينه خو لا پرېږده ښځي او ماشومان لاهم له دې کړکېچ سره مخاخ دي .


زموږ دا افغاني او پښتني احساس لرونکی شاعر پر کرښه ويني چي افغان مېرمني په ډېر سخت حالت کي تر پوله يا را اوړي او يا خو ور اوړي، نو بې اختياره تر زړۀ دا شعر په درد من حالت کي راباسي،



شېبې د ژوند مي يؤ په بل پسې سختري اوړي
لکه پر کرښه د بېلتون چي سياه سري اوړي



په مجموعو کي د قدرمن ” عادل اڅکزي ” پر شاعري ږغېدل او پر هغه باندي په تفصيل سره ليک کول رښتيا هم ډېر وخت او زيات فکر کول غواړي،
په اينده کي به زه د همدې ملت رغاند شاعر پر پښتنه شاعري څه نا څه ليکنه کوم،
که څوک غواړي چي زموږ له دې هڅاند شاعر عادل اڅکزي سره اړيکي و ساتي نو برېښنليک درک او فون شمېره يې په لاندي ډول دي٠



برېښناليک درک؛ adalachakzai@yahoo.com
ګرځنده فون شمېره ٠٠٩٢٣٠٢٢٢٤٥٣٥٢
03022245352
پر دې خوندور او انځوريز بيت يې پای ته رسوم،


عا د له ؛ ځان کړه د روڼ څاڅکي په څېر
چي په خپل ځان کي ائينه جوړوي