کور / کتاب / پښتو ژباړه : ایا د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟

پښتو ژباړه : ایا د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟

بسم الله الرحمن الرحیم


 





لراوبر ويبپاڼه خپلو ټولو درنو لوستونکو ته د پورتني سرليک لاندي مهيم اثر د انلاين خپرېدو زيرئ ورکوي . دا کتاب لومړی په پرله پسې ډول او وروسته د لراوبر ويبپاڼي د برېښنايي کتابتون له لاري خپريږي ، لوستل يې مه هېروئ .




 ډالۍ:
دخپل  ننګیالي مسلمان ولس ټولو هغو  باتوره  او ویاړلو روڼ آندو سرښندونکو  ته ، چې په  هیوادکې  په  سولې ، عدالت اوانصاف ولاړ نظام د پلي کولو  په هلو ځلو کې هڅې او هاند کوي، په ډیره مینه ډالۍ  کوم.
قریب الرحمن سعید
 


د پيغام خپرندوى مركز
موخى او اهداف


درنو لوستونکو !
مونږ د ستر خښتن تعالى جل جلا له شكر ادا كوو چى د پيغام خپرندوى مركز له لارى خپلو درنو هيوادوالو ته فرهنگى خدمت كوو .
دغه مركز به انشاء الله داسي اّثار خپروى چي زمونږ د درانه اولس دينى او ملى جذبى او احساسات يي هيله لري .
پيغام يوه سوچه خپلواكه او افغانى اداره ده چي يو شمير با احساسه فرهنگيالو یې بنسټ ايښى دى هر افغان ليكوال يي د غړيتوب وياړ تر لاسه كولى شى او يوازينى  موخه يي د اسلامى – افغانى فرهنگ وده او غوړونه ده.
انشاء الله موږ به هڅه وكړو چى داسى اّثار خپل درانه اولس ته وړاندى كړو چى د نن او سبا نسلونو ته پر غوره پيغام برسيره يو معيار ولرى چي د علم او فن خاوندان پرى قانع وي .
له ستر پرودگار څخه غواړو چى خپلو درنو قلموالو په مرسته او ملاتړ (پيغام خپرندوى مركز) د هيواد په يوه لوى او با اعتباره فرهنگي مورچل بدل شى .
محمد زبير “شفيقى”
د پيغام خپرندوى مركز سرپرست


 


دبخښونکي او مهربان ذات  په نامه


څوخبرې :


نړيوال سياست د پخوا څخه د څو زبر ځواكونو ترمنځ ويشل شوى  و، او نړۍ دوه قطبي ګڼل كيده. د هغوى په وړاندې  پخوا هم او اوس هم د سياست تعريف د كمزورو ملتونو استثمار او د هغوی په شتمنيو باندي پوره ولکه  پيدا كول وو او دي.
غربي  سياست لكه د پخوا په څیر د هغوى له پاره د چل ول او غولونې هغه لاره ده چي دوی د هغې په واسطه   په نورو د غلبي واك ترلاسه كوي.
  سياست، استقلال او ازاّدۍ    د هغوی   په وړاندې څه ځانګړي تعريف نه درلود او څنګه به يي چې خوښه وه تعريفول به يي.
دوه قطبي نړۍ په دې معني چې يو اړخ ته د كمونيزم سور سيلاو و چې د امريكايي امپرياليزم ټغر يي  ټولولو ته ورنژدې کړې و او د بله اړخه امريكايي امپرياليزم و چى هڅه يي كوله ترڅو نړۍ د ډیموکراسۍ د شعار په واسطه    تر خپل اغیز لاندې  راوړي  او په غربي تهذیب او کلتور كى   پالل شوي وګړي   د خپلو جاسوسي ادارو په زور په اړوندو ملتونو ورووتپي …..
د افغانستان مسلمان ولس، د اسلام او اسلامي سياست د پتنگانو په څیر، د خپلو مجاهدانه سرښندنو په واسطه د كمونيزم  سورسيلاو نه يوازي دا چي بند کړ بلكه دهغه چينه يي هم وروچه کړه او د شوروى سره امپراطوري يي لكه د انگليس  د امپراطورۍ په څیر دړى وړى کړه اود  هغې لمن  یې هم  تر  ورستى روسى يې پورې  ورونغاړله .
خواوس  غربى سيا ستوال   د افغانستان د ولس دغه ستر برياليتوب د خپل ځان او خپلې تکنالوژۍ  ویاړ ګڼي ،نه د افغانانو د سرښندنو او ځانځارونو پایلې.
 دروس دزبرځواک د ماتیدو   وروسته چې اوس نړۍ دامریکا یی بې واګو ښیکلاکګرو  په زنځیرونو کې  را نغښتې او  يو قطبي حيثيت  یې پیدا کړې  نو اوس دغه ښیکیلاکګر زبر ځواك غواړي د پخواني كمونيستي ښكيلاك ميراث هم په خپلو  پنجو کې  را و زبیښي. هغوې خپل دغه شوم پلان پیل کړې او دا دي نړۍ‌ يي د خپل شيطاني او درواغژن سياست په واسطه ترډیره ځایه  تر ولکې لاندي راوړي او لا لگيا دي راوړي يي.
نن د اسلامي هيوادونو ټوله شتمني ،چى د همدوى د شيطاني سياست په واسطه يي امران او ديكتاتوران د ديمو كراسۍ تر عنوان لاندي ټاكل كيږى ،په مكمله توگه د دوي په ولکه كي پرته ده . د امريكا نفوس چي د نړۍ په سلو كي څلورتشكيلوي د نړۍ   په سلو كي  تر شپیتو   زياتې طبيعي زيرمې مصرفوي او د دي زيرمو زياته برخه د اسلامي هيوادونو د طبيعي زيرمو څخه د ديموكراسي تر عنوان لاندي د برچي په زور اخستل كيږي.دامریکایې فوځې ځواک  ډیره  زیاته   برخه  په همدې  اسلامي  هیوادو کې د خپلو  ګټو د خوندې ساتلو په  خاطر  پراته دې او سمندرې  ځواکونه  یې د  نورځواکمنیدو په خاطر  تر شا  ګزمې  وهي.
نن د ازاّدۍ، استقلال او ديموكراسۍ معني په مكمله تو گه تغير کړې ، پخوا به چي د كمونيزم سرو لښكرو كوم هيواد د خپلې  ولکې  لاندي راوست نو هغه به يي مستقل او ازاد هيواد  گاڼه، خو نن هر هغه هيواد چي د امريكايي او انگليسي عسكري قواو په ولکه كي راځي دوى يي ازاد او مستقل  گڼى. پرون به د كمونيزم پلويانو د كمونستي لښكرو تسلط ته ازادي ويله خو نن غرب پالي، بي مفكوري  او په جاسوسي  شبکو  کې روزل  شوي عناصر چي د امريكايي او انگليسي عسکرو په اوږو سپاره په   خپلو  خپلو ولسونو حاكم  شوي  خپلي دغي واكمنۍ ته ازادي او استقلال وايي .
ددې اشغالګرو او استعماري  ځواکونو څخه  د استقلال او ازادۍ  اخستل یو ځل بیا همغسې ځان ځارني ته  اړتیا  لري لکه څنګه  چې پخوا ورته اړتیا لیدل کیده او زمونږ نیکونو یی مونږ ته  درس  را کړې و . دځانځارنې پرته داستقلال تر لاسه کول هسې خوب او خیال دې.
  د افغانستان د ستر دينى عالم، او پوه سياستوال  سيد جمال الدين افغان خبره چي: “ازادى  اختسل كيږى وركول كيږي نه.» په دې اساس  به د ازادۍ د اخستلو له پاره میړني قدم پورته کولو ته اړتیا  وی .
پرون هغوې ته  چې د انگليس او بیا د روس څخه  یې د ازادۍ په خاطر فدا كاري کړي وه  او خپل ولس يي د هغوي د عسكري ځواكونو د بيرحمانه او غاصبانه تسلط نه ازاد کړي و مجاهد او قهرمان ویل کیده ، خو نن هغه چا چي خپل ولس د څو ميليونوډالرو او پونډو په مقابل كي پلورلي او يا يي پلوري او  د غلامانو په څیر د هغوي هر امر ته په لوړ غږ هو صيب وايي د مجاهد او قهرمان نوم ورکول  كيږي او دا ټول د همدغه شيطاني سياست يوه برخه ده چې د پرون قهرمان  او سرښندونکي   نن دټروریسټ  په نامه  یادیږي .  
غواړم خبره لنډه کړم او لوستونكو ته عرض کړم چي د اسلامي سياست تر عنوان لاندي دغه كتاب چي څه موده پخوا د اسلامي تحريك د غړو د فكري روزنې په خاطر ژباړل شوې  و او بیا یي په لږ وخت كي د هجرت په ځينو پوهنتونونو كي   د تعليمي نصاب ځاي ونيو په لنډه او عالمانه توگه يي نه يواځي د اسلامي سياست تشريح کړي بلكه اسلامي سياست يې د شيطاني سياست سره په پوره مقايسوي توگه تشريح کړې.
ما هڅه کړې چي ژباړه يي ساده او روانه وي ترڅو د اسلامي سياست مينه وال او زمونږ د ټولني ټول وګړي تري پوره ګټه واخلى.
زه د پيغام نشراتى مركز څخه چي د دي كتاب د بيا خپرولو له پاره ئې قدم اخستې   يو عالم ممنون يم او د لوي خداي جل جلاله نه د دوي له پاره د خير او بركت دعا كوم او لوستونكو ته پري د پوهي توفيق غواړم.


يه درناوى
قريب الرحمن ” سعيد “


 


بسم الله الرحمن الرحیم


  سريزه  :  
لوي قادر الله جل جلاله د عرش نه تر فرشه پورى دټولې نړۍ پيدا كونكي او خالق دې چي د دې حقيقت څرنگوالې نه يوازى په قراّن كريم او اّسمانى صحيفو كي ليدل كيږى، بلكه بشري فطرت، سليم عقل ،انسانى تاريخ د پخوانيو اّثارو پيژندونكو پوهانو څرگندونی او نوي ساينسي اختراعات  ټول ، د مخلوقاتو د پيدا كوونكي او پالونكي ذات الله جل جلاله شته والې ثابتوي .
پاك خداى جل جلاله د خپل مخلوق څښتن او واكمن دې هغه د خپل مخلوق د نظم د چلولو له پاره نه خو كوم پيرى، انسان او ملك ته داسې اختیږر ورکړيدې چې څه ډول چې وغواړي د واكمن او ټولواك بادشاه په څیر د كائناتو نظم او نسق وچلوي او تصرف په كي وکړي او نه ئى طبعيت [ نيچر ] ته حواله کړى چې څنګه وغواړي په هغه لور ئى روان کړي بلكه د كائناتو ټول نظام يوازى د همدې يوه الله جل جلاله په قبضه او قدرت كى دې ،الله رب العالمين پخپله تشريعى حاكم دې لكه څنګه ئى چې د انسان د جسماني ژوند د جوړښت او پايښت له پاره د خپلو نعمتنو خزانى پيدا کړيدي په  همدې توګه ئى د انسان د روحاني، اخلاقي او تمدني ژوند د پرمختګ له پاره د عدل او انصاف په بنستټ ولاړ د ژوندانه نظام هم جوړ کړيدې چې په هغه کې د ژوندانه د هر اړخ له پاره ځانگړى لارښووني او قوانين شته دې .
د الله تعالی ذات د كمال په ټولو صفاتومتصف او د هر عيب او نقص څخه پاك دې.
ماضى، حال او مستقبل ټول د هغه په علم کې دې- څرنګه چې د هغه ذاتى اغراض او غوښتني نشته نو لدې امله د هغه له لورى راليږل   شوي قانون يعني د اسلام مبارك دين هم د هر ډول عيب او نقص څخه پاك او د هر دور او وخت له پاره  وړ او مناسب دې .
د دې حكمونه او قوانين دكوم خاص فرد اویا ځانگړى ډلې او قوم د  غوښتنو تابع نه بلكه د ټول بشريت د انسان د مصلحت او ښيگڼو  په بنسټ ولاړ دې.  د دنيوي او اخروي ژوندانه ښيګڼو دواړه د الهى نظام په پيروي پورى تړلىدې ځكه چې دا د ژونديو نړيوډله او هراړخيزه تګ لاره ده .
د دې بشپړ او پاك نظام د اصولو سرچينه د  الهى وحى او رسالت دې. رسول او نبي د حقيقي حاكم ، باوري نماينده او سفير دې ، د نبوت د پاى ته رسيدو نه وروسته ، اوس د اسلامي نظام د تشريعى قوانينو ماخذ قراّن او سنت دې او په دې دواړو ماخذونو کې د ژوندانه د هراړخ له پاره اصول، احكام او لاُرښوونې شته دې .
هیڅکله داسى تصور او خیال هم نه پيدا کیږي چې الله جل جلاله د خپلو معصومو او سپیڅلو انبیاوْ او رسولانو په واسطه يوازى د عقيدې او عباداتو احكام خپل مخلوق ته رالیږلي او ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او تمدني احكام او قوانين ئى نه وي رالیږلي . 
هغه خلك چې دا ډول فكر او تصور ولري نو هغوی یا په اسلام پوره باور نه لري اویا ئى په دې هكله د پوهى كمي ده .
انسان مدني الطبع یعنې اجتماعيت خوښوونکې دې. د انس او يو د بل سره د ميني او محبت د ژوند تيرول د هغه فطرى غوښتنه ده، مدني او ټولنيز ژوند له پاره د سیاسي نظام شته والې اړین  دې، نو اسلامي نظام هم يو سیاسي نظام لري چې د همدې سیاسي نظام د تشريح او توضيح له پاره دا كتاب ليكل شويدې .
په اصل کې دا كتاب په پينځو بابونو مشتمل و چې لومړنۍ مسوده ئې  د1401 هجرى قمرى كال د محرم الحرام په 12 مه  چې1980عيسوي كال د نومبر د میاشتى د21 مې سره سمون خوي پاې ته رسيدلى وه چې د هغوی عنوانونه  ئى په دې ډول وو : خالقيت ، مالكيت ، حاكميت ، رسالت ، سیاست چې د پاڼو شميره  ئى په منځنۍ كچه  تر800 مخونو پورى رسيده، خو يو ځاې چاپول ئې مناسب هم نه و او د مالي وسائلو د کمښت له امله  ستونزمن هم و، نو ددوهم ځلي كتنې پر مهال مناسب وګڼل شول  چې كتاب په دوو برخو وويشل شي چې لومړى برخه ئى د خالقيت ، مالكيت او رسالت د درى فصلونو څخه جوړه شي او په دويمه برخه کې سیاست پورى اړوند موضوعاتو را ټول کړاى شي ، څرنګه چې حاكميت هم د سیاست پورى تړلى اړخ دې نو له دې ا مله مو هغه دكتاب په همدې دويمى برخه کې شامل کړ او هڅه مو وکړه   چې دا دويمه برخه چې د سیاست پورى د اړوندو موضوعاتو څیړنه كوي لومړى چاپ او نشر شي ځکه چې نن ورځ په نړۍ کې همدا موضوعات ډیر زیات تر بحث او څیړنې لاندې دي، او د اسلام د سیاسي نظام په اړه ډول ډول خبرى روانې دي نو كه الله جل جلاله توفيق راکړ لومړى برخه به هم نشر کړو. مونږ دا دويمه  برخه په دريو لويو بابونو ويشلى ده
لمړې باب : د سیاست تعريف او اقسام .
دويم باب : غير اسلامي سیاسي  آندونه.
درېیم باب : اسلامي سیاست یا اسلامي خلافت .
مونږهڅه  کړى چې د ټولو څیړنو د ثبوت او تشريح لپاره د قراّن كريم اّیاتونه د رسول كريم صلى  الله عليه وسلم احاديث د خلفاو  راشدينو، صحابه كرامو رضى الله تعالی عنهم او تابعينو رحمة الله عليهم ويناوې اود فقهي پوهانو حوالې ورکړو- په ليكنه کې د احاديثو او تفاسيرو د مستندو او باوري كتابونو څخه ګټه اخستل شوې ده ځکه چې د تاريخ او د مغازي په كتابونوکې كمزوري روایات هم راغلي دي، په همدې توګه د فقهاو  اقوال هم د فقهې د مستندو او مروجو كتابونو څخه رانقل شوي دي .
د كتاب لمړې او دوهم باب  په لومړنيو څیړونو مشتمل دې خو د كتاب  درېیم باب یعنې اسلامي سیاست اویا اسلامي خلافت د كتاب اساس تشكيلوي، نو ددې كتاب اصل موضوع د اسلامي نظام د اصولو او بنسټونو څیړنه ده.
اللهم ارنا الحق حقا و ارزقنا اتباعه و ارنا الباطل باطلاًُو ارزقنا اجتنابه و صلى  الله على قائد المهاجرين و المجاهدين و على اله و اصحابه اجمعين.


گوهررحمن
دارالعلوم تفهيم القراّن مردان.
د1401   هجرى قمرى كال د محرم الحرام میږشتى 16 مه
 (د1980عيسوي كال نومبر میږشتى 25 مه)