کور / کتاب / د مينې روغتون – د نړۍ طنزونه

د مينې روغتون – د نړۍ طنزونه

 

د نړۍ د بېلو بېلو ژبو د ښو طنزيه كيسو غورچاڼ چې ښاغلي علم ګل سحر ژباړلى، دافغان کلتوري ټولنو دجرګې دژباړې دڅانګې له خواد(۳۰۰۰) ټوکو په تیراژ خپور شو.


دنړیوالو طنزونو غورچاڼ(دمینې روغتون) دکتاب کمپوزچارې ښاغلي سید عبدالله ولیزي او چاپچاري یې په کابل کې کاروان ادبي ټولنې سمبال کړې دي.

دغه کتاب چې په مسکو کې دافغاني ځوانانو د ادبي ټولنې په مالي لګښت چاپ شوی دی ، دپښتۍ طرحه یې پیغلې مهناز یزداني او دډیزاین چارې یې سید حبیب شاه تړون تر سره کړې دي.

ښاغلى سحر چې پخپله د طنزي كيسو مطرح ليكوال دى ، د نړۍ د نورو ولسونو د ادبياتو په طنزيه كيسو كې يو انتخاب كړى او بيا يې ژباړلي دي.

په (دمینې روغتون) کتاب کې د نړۍ شپږویشت په زړه پورې طنزونه راغلي دي چې ښاغلي علم ګل سحر په خوږه ، روانه او ساده ژبه ژباړلي دي.

د کتاب په پیل کې ژباړن له هغو آغلو او ښاغلو نجیب الله نایل، عبدالله ولیزي،فریدون الهام، سید حبیب شاه تړون او پیغلې مهناز یزدانی څخه ددې کتاب د ډیزاین او پسوللو له امله مننه څرګنده کړې ده، ورپسې دافغان کلتوري ټولنو د جرګې یاددښت لولو چې د کتاب په اړه د څرګندونو تر څنګ یې په مسکو کې له هغو افغان ځوانانو څخه مننه کړې ده چې ددغه په زړه پورې کتاب د چاپ لګښت یې په غاړه اخیستی دی.

په كابل كې د طنزيه كيسو د مينه والو په نظر دغه نوى اثر به په افغانستان كې طنزي ادب ته يو نوى تحرك وركړي