امام صاحب څه فرمايي ؟
علامه قاسم رح په ېوه رېساله کښې فرماېلې دې چې امام طحاوې رح ابن حربوېه ته وېل چې (لاېقلد الا عصبې او غبې) ېعنې غبې او متعصبه به تقلېد کوې .
د تقلېد او غېرمقلدېت زښته زېات دلاېل دې خو تر هغه ځاېه چې د قران او حدېث د پاتې کېدلو او ټوله توجه وفقې او د فقهاوو و استدلالونو ته داړولوخبره ده ، نو بېا خو په رشتېا هر سړې مکلفه دې چې لومړې له قران او بېاله حدېثو ځان خبر کړې وروسته له فقې دلاېلو نه هم ځان پوه کړې .
پخپله امام اعظم رح فرماېې چې (اذا اصح الحدېث فهو مذهبې) ېعنې څه چې په صحېح حدېثونو کښې هم هغه زما مذهب دې .
اوس که ېو څوک واېې چې د امام صاحب او نورو امامانوفقه او راېه خو هم له حدېثو نه کوم بېل شې ندې ، نو هغو ته هم دا فکر کول پکار دې چې اصلې شې (قران اوحدېث) موجود دې نو دهغو وېل لومړې ضرورې دې .
ددې خبرې ثبوت پخپله دامام صاحب پدې قول کښې نغښتې دې چې فرماېې (لاېحل لاحد ان ېفتې بقولنا حتې ېعلم من اېن قلنا ) ېعنې چا ته هم ددې اجازت نشته چې زموږ پر قول فتوا ورکړې ترڅو چې ده ته دا نوې معلوم چې موږ دا مسله له کوم ځاې (قران ېاحدېث) نه را اخستې ده .
د امام صاحب دا ابتکار چې هغه مساېل چې ده ېې پر بنسټ د فقې قانون جوړ کړې دې دا ېو بدعت دې ېعنې نوې کار دې .
فقې مساېل داسې مساېل نوو چې ټول دامام صاحب په وخت کښې د ورځنېوپېښو په بڼه را منځ ته شوې وو او امام صاحب هغو ته ځوابونه وېلې وو بلکه امام صاحب انګېرلې وو چې که کله داسې مسله منځ ته راشې دهغې ځواب به داسې وې .
د بدعت په هکله تفصیل دادې چې دوه ډوله بدعت دې ېو بدعت حسنه (ښه بدعت) او بل بدعت غېرحسنه دې . بدعت لدېن (ددېن لپاره بدعت) جاېز دې او بدعت فې الدېن (په دېن کښې بدعت) ناروا دې .
حکمت الله ورور زما پر مخکېنې لېکنه (سلف او خلف ) باندې دا رېمارکس او تبصره کړې وه .
ګران توخي صاحب! په سلامونو مو ننګونه کوم! ښاغليه!!!!! زه به دومره او لنډ يو څه وليکم کوم چې د اوس او ټول امت لپاره د يوالي څرګندونه کوي: ١- لکه څرنګه چې امامانو صاحبانو د خپل وس سره دين ته خدمت کړى خو مګر دغه اختلافات چې رامنځ ته شوي دا د امامانو صاحبانو نه بلکه زموږ د کمو او بې ځاى معلوماتو ځوکړه ده، پدې معنى چې امامان صاحبان پخپل وخت او دور کې د علم او دين خپرولو لپاره مجاهده کړى نه په دين کې اختلاف، اوس که موږ ګورو پر هر هغه څه چې الله ج امر کړى موږ هغه پرېږدو او د امامانو پورې يو څه تړو او ترجيح ورکوو، که تاسې خپله ليکنه په اصليت و څرخو ۍ دا به ډېر زيات خدمت وي، لکه: آيا رسول الله ص ددې امر کړى چې تاسې مذاهب رامنځ ته کړۍ؟ آيا رسول الله ص پغېر له قرانکريم او احاديثو شريفو پرته پر بل څه امر کړۍ؟ يعنې زه چې څومره څېړنه کوم يواځنۍ ستونزه په مسلمانانو کې د بې رواجونو شتون دى چې موږ يې پر مذهب پورې تړو! موږ دومره اهميت پدې عصر کې قران او احاديثو ته نه ورکو لکه څومره چې يې رسم و رواج ته ورکوو، کومو ته چې موږ د مذهب نوم ايښى! موږ او تاسې د امامانو صاحبانو رح عليهم له کړنو ښه معلومات لرو او د هغوې له تقوى څخه هم ښه خبر يو، بايد امت پدې و پوهيږي چې لمړى بايد موږ قرانکريم او بيا احاديثو ته توجه وکړو، ځکه چې د احاديثو ټولونه د امامانو رح نه وروسته تر سره شوې بل دا چې په هغه وخت کې ټکنالوژې هم پر مخ نه وه تللى لکه اوس چې په څو ثانيو کې مو د نړۍ له هر ګوټ څخه ځان خبرولى شو، په اوس وخت کې ما وليدل چې په بي،بي،سي کې راغلى وو چې زموږ يو تکړه او زيارکښ عالم عزيز صاحب د قرانکريم تفسير په خپل لګښت چاپ کړ او داسې کره معلومات لري چې هيڅ سارى يې نه ليدل کيږي د عزيزالقران په نوم تفسير په ساده پښتو دى او ټول پښتانه ترې په ښه ډول کار اخستى شي. بيا هم ستاسې له ليکنو ډېره مننه کوم خو يوه غوښتنه هغه داچې خلک بايد دېته راوبلل شي چې تش په بې ځايه خبرو هيڅ نه کيږي تر علم زده نه کړو، ځکه ړوند هيڅ نه شي ليدلاى او ناپوه ښه بېلګه د ړانده لري!!!!!!!! په اسلامي او پښتنه مينه د خېبر پښتو ژبې او کمپيوټر څېړنيز مرکز اداره
پاتې دا خبره چې علم زده کول اړېن دې دا ډېره لوېه خبره ده . نن چې د دېن نوې نوې بڼې خلک وړاندې کوې ددې بنسټېزه وجه هم زموږ له دېن نه بې خبرې ده . نن موږ ټول دېن څه چې ېواځې له ېوې مهمې مسلې جهاد او قتال نه هم نه ېو خبر چې دا په اصل کښې څه شې دې ؟ د څه لپاره او طرېقه ېې څه ده او حال داچې دا عمل زموږ په سېمه کښې له دېرشو کالو راروان دې او نن ېو لوې کاروبار جوړ شوې دې د ځان مرګې برېدون تجارت پېل شوې دې .
له ېو لورې زموږ دا دعوا ده چې ټول ساېنسې او جدېد علوم له قرانه راوتلې دې له بل لورې موږ تر هر چا له جدېدو علومو ناخبره ېو .
دا علوم څنګه راوتلې دې دچا لخوا او په کوم وخت کښې ؟
دېونانې علومو ترجمې لومړې مسلمانانو په عربې کښې وکړې چې له عربې نه بېا اروپاېې ژبو ته وژباړل شول .
ېونانې علوم هم ېورپ ته دمسلمانانو په ذرېعه ورسېدل . ولې زموږ بدبختې داده چې د مامون رشېد او هارون رشېد په دورونو کښې چې ددې علومو د غوړېدنې تر ټولو ښه دور بلل کېږې د هغه وخت علماوو داسې هر ډول هڅه چې دا علوم رشد وکړې کفر وبلل .
او هغه علما چې په رېاضې ، طب ، جغرافېه ، نجومو ، نباتاتو ، او علم کلام کښې ېې نوښتونه رامنځ ته کړو ډېر ژر دوخت دهغو علماوو له لورې د کفر په فتوا ګانو ونازول شول کوم چې نن هم سکول او ښوونځې ته دکفر او عېسوېت اډې واېې .
دوې دومره نه پوهېږې چې اسلام د عېسوېت ، ېهودېت ، نصرانېت له منځه رشد کړې دې او دا ثابته شوه چې دا ادېان هېڅ کله داسلام د خپرېدو د لارې خنډ ندې جوړ شوې او نه ددې جوګه شوې دې .
هغه ادېان باطله او تحرېف شوې عقاېد نن هم د اسلام او مسلمانانو دګمراهې او بربادې سوب نشې ګرځېدلاې .
نن که موږ ته خطر دې نو هغه ددوې د ساېنسې افکار او جدېدې ټکنالوجې نه ده . نن موږ د زورو اقتصادې استحصال ښکار شوې ېو ،
ددوې سرماېه نن دکارپورېټ سرماېې شکل غوره کړې دې او دملټې نېشنل کمپنېو له لارې زموږ خام مال ، زموږ خام افرادې قوت او معدنې وساېل په مصنوعاتو اړوې او بېرته ېې پر موږ دپروډکټس په شکل کښې دخپلې خوښې په نرخونو پلورې چې ښه بېلګه ېې د شېل کمپنې ده دعربو تېل ېو بېلر په ۴۰ ډالره اخلې او پر موږ ېې په څو پلورې .؟ .
نن د نړې ترټولو لوېې منډې په اسېا کښې دې او دوې د ساېنسې اجاداتو له لارې پر دې منډېو قابض دې .
نو پدې حالاتو کښې د علماوو دا زمه جوړېږې چې ثابته کړې قران زموږ د ټولو ربړو او مشکلات حل دې .