کور / تازه خبرونه / له پاكستانه دغوښتل شويوكسانولست په ډاگه شو

له پاكستانه دغوښتل شويوكسانولست په ډاگه شو

  دهندې چارواكو هغه لست چې پاكستان ته يې سپارلي وواو دشلوشكمنو كسانو غوښتنه يې پكي كړي وه تر يوه بريد په ډاگده شو،په دغو كسانوكې مولانا مسعود اظهر،داود ابراهيم،ټائيگرممين،ايوب ممين،عبدالزاق، حافظ محمد سيد، سيدصلاح الدين ،ظهور ابراهيم مستري ،ودهوان سنگه ببر،رنجيت سنگه نيتا، اوكنجيدر سنگه اوڅو تنه نور شامل دي، كه څه هم دممبئ دپيښي او ديادو كسانو غوښتل سره بي تړاوه ده خو ويل كيږي چې هندوستان دهمدغه حالت څخه دنړيوالي ټولني په ملاتړ گټه پورته كوي او خپل ټول هغه مخاليفين چې پاكستان ورته فناه وركړي غوښتي ، دا په داسي حال كې ده چې پاكستانې چاوراكول دهند پر دغه غوښتنه تراوسه كوم غبرگون نه دي ښودلي ، بله خوا دامريكا دبهرنيو چارو وزيره كونډليزارايس  نن هند ته ورسيده تر څو دممبئ دپيښي له امله دهندي چارواكو سره خپله غمرازي څرگنده كړي،