کور / نثر / غزل ـ حیات الله عتیق

غزل ـ حیات الله عتیق

غزل ـ حیات الله عتیق


په رګو کي مي ستا مینه راروانه


په ورو ورو ده لکه وینه راروانه


 


نن غرمه په مخه بیا په مینه راغله


په خندا ښایسته حسینه راروانه


 


تبریکي مي د اختر ورسره وکه


د ګلاب تر ګل رنګینه راروانه


 


خدای دې لیري ساتي تل د بدو سترګو


ده خوږه تر قند شرېنه راروانه


 


زړه مي وایي چي زې هم دلاري مل سم


ده په رنګ تر شېدو سپینه راروانه


 


زما عتیق سې د کوګله زړه حمله کئ


د کوه قاف تر غره سنګینه راروانه