کور / نثر / غوره ويناوي

غوره ويناوي

خپل پلونه مه سوزوئ ، کېدای شي چې چې تاسې ګټه ترې واخلئ .
پوهه به د لوړې پوړۍ ته اوچت کړي، خو ساتل یې یوازې شخصیت کولای شي .
اړین نصیحت څوک ډېر پام نه کوي .
د ښځې ځای په کور کې دی .
ټولې پېشوګانې غواړي چې کبان ونیسي، خو د پنجو لمدول یې نه خوښېږي .
ټول ګلان په یوه باغ کې نه وي .
زوړ سپی نوي چلونه نه شي زده کولای .
که پوښتنه ونه کړې، زه به هم دروغ نه وایم .
وسپنه وسپنه تېروي، انسان انسان .
څنګه چې ماشوم پیدا شي، همداسې یوه ورځ مرګ ته نږدې شي .
له هره ګامه وړاندې پام کوه .
بد خبر ژر راځي .
سپی لکه چې غاپي هغسې خوړل نه کوي .
مخکې له نیوکې ځان د هغه سړي پر ځای فرض کړه .
هم خیرات خوري، هم د خوښولو حق غواړي!
ښه دی چې درسره وي، که څه هم چې ورته اړ نه یاست، خو بده ده چې نه وي، او ورته اړ یاست .
ترخه درمل کېدای شي چې ښه اغېزه ولري .
ګران شی وپېرئ چې یوازې یو ځل وژاړئ .
د انسان په کرامت پوه شئ .
له ډېرو ونو څخه ځنګل نه لیدل کېږي (مانا : سړی له ډېرې سپړنې یا تشرېح اصل شی نه ویني ) .
درنښت ګران نه دی، هر سړی دروند سړی کېدای شي .
سختي (بد وخت) سختې هلې ځلې غواړي .
هغه لاس مه وهه چې ډوډۍ درکوي .
چرګوړي وشمېره، هګۍ نه .
چا چې آس په هدیه درکړ، غاښ یې مه ګوره  چې څو کلن دی .
څه شی چې مات نه وي، د جوړولو هڅه یې مه کوه .
ټولې هګۍ په یوه ټوکرۍ کې مه اېږدئ . (یوه شي ته ډېر مه په تمه کېږئ، دویم پلان هم جوړ کړئ) .
تر څو چې ټکه (ناورین) نه وي رالوېدلې، غم مه کوه .
                       هر څوک غواړي چې جنت ته ولاړ شي، خو هیڅوک نه غواړي چې مړه شي .
ان خرابه (ولاړه) ګړۍ د ورځې دوه ځلې وخت سم ښیي .
پوهه د خپلې ناپوهۍ پیداکول دي .


پوهه ماشینونه جوړوي چې د انسان په څېر کار کوي، او انسان پیدا کوي چې د ماشین په توګه کار کوي .
هر ګل اغزی لري .
هر څه په خپل وخت .
ماته د بریا لپاره د ګام تېږه ده .
لوېدل د ماتې څرګندویي نه کوي، بلکې همداسې لویدلی پاتې کېدل ماته ده .
ښې بڼکې ښه مرغان جوړوي .
چې لمړی راشې، لمړی به د خدمت وشي .
لمړۍ کار لمړی کوئ .
که مې یو ځل وغولوې، پر تا د شرم وي، که مې دوه ځلې وغولوي، پر ما د شرم وي .
کم سوله (بې عقل) هلته بېړه کوي چېرته چې ملایکي له تګه ډارېږي .
چې په مخکې ورته ګواښ شوی وي، مخکې یې زغره اغوستې وي .
بخت د زړور په ګټه وي .
تر ټولو ښه خیرات د پوهې ورکړه ده .
د ټوپک جګړې ته له چاړې سره مه راځئ .
روغتیا خدای درکوي، خو فیس ډاکتر درڅخه اخلي .
لویه ونه له کوشني نیالګي څخه جوړېږي .
درناوی کوئ چې درناوی مو وشي .
ښه مېرمن ښه ژوند دی .
سخت کار هېڅ وخت هډوکي نه ماتوي .
غیرتي کسان به د لوبي وړونکي وي .
بیړه د وخت ضایع ده .
څوک چې په تیارۍ کې ناکام شي، نو ناکامۍ ته به ډېره ښه تیار شي .
روغتیا له روپیو ښه ده .
څوک چې په خپل تاریخ نه پوهېږي، نو هغه سهوې به بیا تکرار کړي .
څوک چې پوهېږي، هغه خبرې نه کوي، خو څوک چې خبري کوي، هغه نه پوهېږي .
څوک چې ډېر په بیړه ژوند کوي، هغه به ډېر ژر مړیستون (قبر) ته ورسېږي .
څوک چې د هېڅ شي لپاره نه ولاړېږي، د هر شي لپاره به ولوېږي .
څوک چې هکۍ غلا کوي، غویی به هم غلا کړي .
چې له تورې سره ژوند کوي، له تورې سره به مړ شي .
چې ډېر خوب کوي، خپله لوږه به هم هېره کړي .
څوک چې د وینګ (ویلو) لپاره څه نه لري، نو لیکل هم نه شي کولای .
غپل یې له داړلو څخه بد دي .
تاریخ تکرارېږي .
یوازې خبري کوي، خو کړن یې نشته .
کور هلته دی چې زړه مو وي .
کور ، کور دی، که څه هم چې ښه نه وي .
ریښتینولي تر ټولو ښه تګلاره ده .
د ښو په هیله اوسئ، خو د بدو لپاره تیاري ولرئ .
د شنې زرغونې (رنګین کمان) لپاره لمر او باران دواړه اړین دي .
په پښو ولاړ مرګ ښه دی، نظر هغه ژوند ته چې په ګونډو وي .
بېګاره او مضر لاسونه د شیطان اسباب دی .
که دنده د کړن ارزښت لري، نو په ښه توګه د وکړل شي .
که هیلې آسونه وای، نو سوالګر  به پرې  الوتلی .


که څوک نه شئ وهلئ، یا ورسره ملګري شئ، یا یې په بل چا ووهئ .
که د کوم کار په کړن کې ماهر نه یاست، نو پام کوئ .
چې د لوګي زغم نه لرئ، نو له پخلنځي ووځئ .
که د لاترې ټیکت نه پېرئ، نو څنګه به یې وګټئ؟
که د موخه نه پېژنې، نو هر ګاډی به د هلته ورسوي .
که د سهار چای په تخت کې چښې، نو په پخلنځي کې څمله .
د یوه چا د شخصیت د مالومولو لپاره هغه ته واک او ځواګ ورکړه .
که په یوه شخړه کې د حل برخه نه یاست، نو هرو مرو د ستونزې برخه یاست .
حل د ستونزو په منځ کې دی .
لېونی یو کار څو وارې کوي، خو تمه یې د مختلفو پایلو وي .
له سهاره مخکې تل تپه تیاره وي .
په خپله هدیه مهمه نه ده، بلکې د ورکولو طریقه یې مهمه ده .
د دروغو لپاره دوه کسان اړین دي : یو کس چې دروغ ووایي، بل چې غوږ ورته ونیسي .


نور بیا ۰ ۰ ۰