کور / نوميالي / د طنز د پلار( هوراس) ۱۰۱۶ تلین

د طنز د پلار( هوراس) ۱۰۱۶ تلین


هوراس یو رومي نامتو شاعر دی، چې د(۶۵-۸ ق.م )يې ژوند کوی .هغه  په اتمه د دسامبر ۶۵ کال د میلاد نه مخکې د «آپوليا» د« نوزيا» په کلي کې زېږېدلی دی.  پلار يې آزاد شوی مرییي او کب پلورونکی وو، چې د هوراس  له زېږېدو نه  مخکې د «آت» ښار ته ولاړ.
هوراس د  فلسفې زده کړه  په« اتن» او د مانا او بیان زده کړه  په« روم »کې تر سره کړه د «روم»  په داخلي جنګونو کې یې برخه واخیسته او د «بروتوس» د لښکرو سپاهي  وو، بیا روم ته ولاړ هلته په یو  دوتر  کې  منشی شو.
 هوراس  دیو ادیب    «ویرژیل» سره   اشنا شو (ویرژیل د هوراس ډیر نژدې ملګړی وو هغه په یوه قطعه کې ویرژیل خپل   نیم ژوند بللی دی ) او د  هغه په هڅونه یې ادبیاتو ته مخه  وکړه .
 « مه سیناس » رومي ادیب  سیاستمدار هغه ته یوه د کښت مځکه  وبښل هغه دژوند تر پایه هلته اوسیده
هغه ټیټه ونه ، چاغ ، مغرور او لږ شرمندوک  سړی وو
هوراس د لرغوني روم یو نامنو شاعر او حماسه ویونکی دی هغه څلور کتابونه: بوللې، غزلی،هجوی او منظوم مراسلات لیکلی دي چې اوس دا  اثار لاتین ادبیاتو دشاهکار په نامه د لویدیځ د ادبیاتو په پوهنتونو کې لوستل کیږي
د هوراس شعرونه  په درې ډلې ویشل شوی دی
۱-طنز، چې مسدس شعرونه دی چې د هغه مهال   درومیانو په ورځنیو آدابو ، خویونو، عادتونو، هوسونو، غوښتونو، ښو  او بدو یې  نیوکې کړي دی  هغه په خپلو شعرونو کې ان  پر ځان هم  نیوکې کړي د ي
د هغه  دطنزونه کتاب« ستایر» په تاریخ کې لومړنۍ طنزیه ټولکه ده  ،چې په لاتینې ژبې لیکل شوې  او تر اوسه پاته ده
له همدې امله  هغه ته   د نړۍ د طنز پلار ستاینوم ورکړ شوی دی
۲-شعر(ایامبیک وزن) چې « اپودها»  نومول شوی دی ،چې  دمثنوی په قالب کې  لیکل  شوي دي چې سیاسي-  ټولنیز ي پېښې  يې په بدل شوی او نوی کړ شوی  زړو یوناني شعرونو په  قالب   کې ویلي دي ، چې دا ډول شعرونه او د هغه ځانګړی دید  د طنز او هزل دلا شتمنیدو لامل ګرځیدلی دی.،په هغه کې څلور طنزیه شعرونه او دوه ویره ونکي شعرونه د جادوګرې ښځې  په نامه شته

۳- غنایی شعر یا« اودها» چې دبوللې په قالب کې دي   ، چې (کارمینا) نومول شوي دي.
   دا شعرونه د بشري پاکو عواطفو، غمونه او امیدونه ،مینې ، ژوند او  مړینې  په هکله دي
هوراس د آگوستوس (اوگوستوس)  په امر یوه اته هجایی  (مثمن )منظومه  لیکلی چې  په هغه کې لکه فیلسوف د خدای ، بشر او نورو شیانو څخه بیان کوي

هغه ځینې لیکونه  په مسدس  په قالب کې هم لیکی دي، چې د آدابو اخلاقیاتو، نیک مرغي  په هکله او لنډې خبرې، مثالونه او ټوکې دي
دهغه یو لیک د «شاعری د هنر» په نامه دی چې دوه رومي هلکانو ته یې  د «پيسو» په نامه لیکلی دی:
هوراس لیکي: هغه موضوع غوره کړئ،  چې توان يې لرئ، او خبر اوسئ لکه هغه داستاني غر له ډیره درده موږکان ونه زېږوي. ښه  کتاب هغه دی  چې ښوونه اوساتیری ولري ، چا چې  ګټور شی د زړه راکښونکی  شی سره ګډ کړی وي د شاباش ږغ پورته کوي. د نوی ، ډیر وزړو او اوږدو   وییونو او کلمو څخه ډډه وکړی ؛ تر هغه ځایه چې د موضوع روښنايي ته  زیان ونه رسوي، لنډه لیکنه کوئ، سیده د مطلب زړه  لټوئ . دا مه ګڼې چې احساس   ټول کارونه کوي. که غواړې ویونکي مو  احساس درک کړي ، تاسو باید هغه  احساس درک کړی وي. که غواړی ما وموندی  لومړی باید ما ،ځان او هغه وپیژنئ .خو هنر ادراک نه دی بلکې صورت او ظاهر دی. که غواړئ هنري صورت وپنځوئ څلرویښت ګړۍ د یونانیانو اثرونه ولولئ. هر څه چې لیکئ تقریباً ټوله  پاک کوئ، هره خود نمایه  توکي خرابي  کړئ، اثر مو پوه  نقادانو ته  وسپارئ او ددوستانو څخه  ګوښه شی. چې دا ټوله مو وکړه اته کاله دا اثر په طاقچه کې کیږدی. که مو په دې مده کې د هیرولو ګټه ونه لیده بیا یې نشر کړئ  او په یاد ولرئ چې د هغه بیا یادول ډیره مده  غواړي .
که نندار مه لیکئ پر یږدئ د نندارمې نفس  خپله نه تاسو د داستان کلمات  نقل  او د نندارمې کرکترونه انځور کړي.
مدحشي  صحنې  مه ښيئ.د عمل،زمان او مکان د درې ګوني وحدت  پيروي وکړئ. یو داستان په یوه  لنډ مده او یو ځای کې ولیکئ. ژوند او فلسفه  ولولئ، ځکه بې   لیدنې او پوهې یو کامل سبک هم یو خالی شی دی.

   المانی نیچه لیکي :زرتشت د هوراس په هکله ویلي دي: هغه خوند چې د هوراس له طنزونو ، قطعاتو او غزلونو څخه احساسیږي له هیچ بل شعر څخه تر لاسه کیدای نشي دهغه مفاهیم نه زړیږي او باید هغه په هغه ډول چې  هغه  خپله وایي ولوستل شي چې خوند ترې واخلئ کرار ، یو یو او کلمه په کلمه.

 هوراس  وایي: له لاسه مو وځئ  دم غنمت ګڼئ تر هغه چې ممکنه وي پر راتلونکي باور مه کوې!

دهغه شعرونه:
دباندوزیا چینې
اې دباندوزیا چینې!
ای  روانوبلورینو اوبو
په ګلو  او خوندورو شرابو مو ښکلی کوم
دا دی خپل نذر ادا کوم
مږ دنوی ښکر سره
تاته حلالوم  چې په  وینه يي
 ویونکې    سور سینګار شې اې تل  نغمه
او د لمنې ځګونه  دي لیري کړي
اې دباندوزیا چینې!
 لیري دي وي له تا  د بدو ستوروطالع
 خلاص اوسئ د شریرو له جادو څخه
د پسرلي تازه والی دی له ټټره جاری دی
 وګوره چې غوایان د یوي  ستړی شوی او پسونه
       امن چمنونه لټوی  هلته
ستا مهربان بستر او برکت جاری  دی
اې د باندوزیا چینې!
تا به هم یوه ورځ مشهوره  او لویه شې
چې ته  مې په دې بولله و ستایلې
هغه خوشاله چینه د څېړۍ د ونې لاندې
او راتلونکي پوهیږي
صافي نغمه ویونکو  اوبه
ستا له لمنې تویېږي
اې یاره! چټي مه لټوه ځکه
هیڅکله نه پوهیږي ستا پای څه ډول دی
د ولاړو او خوځېدونکوستور په تګ باور نشته
 هغه هر آن  کیدای  شي چا ته ورشي
 وبه یې مني ، د تقدیر ګټه
 مړینه ستا په لټه کې  ده  نن یا سبا
دساحل سره  د موج د ټکر څه ګټه ده
وخت غنمت ګڼه او جام پورته کړه
نه تر سره کیدونکی هېلې هیرې کړه
خو
په مړانه خپله روزی ګټه

هغه ویلي دي: «نو څوک ازاد دی؟»؛« هغه پوه  دي، چې پر ځان واک لري  هغه،  چې نه يې  مړينه نه یې فقر ، کونده اوځنځیر  وډاروي ، هغه چې  خپل غوښتنې  مهار وي، له غرور ه ځان ساتي او خپل په ځان کې کامل وي»

لنملیکونه:
Tehran7.com-1
Otosearch.ae-2
Farsnewa.com-3
Ichodoc.ir-4
Farhanggoftego.com-5
V3ndidad.blogspot.com-6
Morrissocity.org-7
Fa.wilkipedia.org-8
Faratarazclossium.blogfa.com-9
Iranianshistoryonthisday.com-10
Collectionscanada.gc.ca-11