ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | دسمبر 4th, 2008


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د امنیت د تینګښت او د مرګ ژوبلې د پاې ته رسولو لپاره د  روانو هڅو په لړ کې له طالبانو او حزب اسلامي سره د پخلاینې نوې بهیر پیلیږي.

ورځپاڼې د همدې مخ په یو بل سرلیک کې د شانګهاې د همکاریو د سازمان د عمومي منشي په حواله لیکلي دي چې باید د افغانستان مرکزي دولت او په ولایتونو کې امنیت پیاوړې شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د روان بحران د حل لپاره تر ټولو مناسبه لار په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور او فعالیتونو په اړه نوي  موافقې بللې دي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د افغانستان د دیني عالمانو د شورا په حواله لیکلي دي چې د سولې لپاره د ولس مشر کرزي له دریځه ملاتړ کوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولسوالانو لپاره د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې لخوا په جوړ شوي سمینار تبصره کړې او پوښتلي دي چې بریالي ولسوالان کوم دي.

په ورځپاڼه کې له افغان ولس مشر سره د پاکستان د سرحد ایالت د والي او د امن  د ګډې جرګې لپاره د پاکستاني کمیسون د مشر د لیدنې خبر هم خپور شوې او لیکل شویدي چې  افغانستان د امن د ګډې جرګې پریکړو ته ژمن دې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د یو امریکايې جنرال په نقل لیکلي دي چې په افغانستان کې د دښممن په وژلو سره امن نشي ټینګیدلې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې یو ځلې بیا د هند د ممبئي ښار په دوو مجللو هوټلو د حملې مسله راغستې او هغه يې د کابل په سرینا هوټل له شوې حملې سره پرتله کړې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د امریکايې چارواکو په حواله لیکلي دي چې پاکستان د نړۍ امنیت ته تر ټولو لوې خطر دې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د مالیې د وزیر د استعفې په مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې ولس مشر کرزې به له دې نه هم زیات منزوي کیږي.

ورځپاڼې د لوې اختر رارسیدو ته په اشارې دا هم لیکلي دي چې کابل ښار به د اختر په ورځو کې برښنا ونلري.

ورځپاڼې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې دغه ځواکونه هم پیسې لږوي او هم وینه يې تویږي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د افغان او پاکستاني د مشرانو ترمنځ د خبرو په اړه تبصره کړې چې د ترکیې په منځګړیتوب ترسره کیږي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې پدې ټینګار کړې دې چې د لوې اختر ورځې باید د سولې او امن ورځې وي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې هم د مالیې د وزیر د استعفې مسله راغستې او اټکل يې کړې دې چې ښايې نوموړې ځان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کاندیدوي.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتیژۍ تبصره کړې او هغه يې د امریکا په وړاندې یو ستر  چلنج بللې دې.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له طالبانو سره د خبرو په اړه اختلاف لري.


او د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې د امریکا ددفاع د وزیر په حواله  لیکلي دي چې افغانستان د امریکا د منخب ولس مشر په کاري لومړیتوبونو کې ځاې لري.

دې ورخباڼې هم د مالیې د وزیر د استعفې په اړه په یو مطلب کې دا پوښتنه کړې چې ایا د ولس مشر کرزي شاوخوا خالي کیږي.

او ورځپاڼې دا خبر هم خپور کړې چې د ښوونکو ملي پولیسو او ملي اردو تنخواوې زیاتیږي. 

Copyright Larawbar 2007-2024