دکابل څرخي زندان کې بيا دګوليو باران پيل شوئ دئ

د لراوبر اداره | دسمبر 4th, 2008


دعدلي چاروکي مني چې په پل چرخې زندان کې يې عمليات پيل کړي دي اوهوايې ډزې يې کړي دي
خو په څرخې پله کې پراته بنديان وايې چې دپوليسو په ډزو کې ددوي نيږدې لس تنه وژل شوي دي اوله شلو نه زيات ټپيا ن دي.
په پل چرخې کې نن عمليات پيل شوي دي خو دعدلي وزارت چارواکي دغه عمليات دجاريحه اوغير قانوني وسايلو دټولو په موخه بولي خو دبنديان وايې چې پردوي دهرلوري دسپکو وسلو ډزي کيږي اوخبر نه دي چې ګناه يې څه ده .
دداکرم خان په نوم يوبندي ددريم بلاک څخه لراوبر ته وويل چې دوي ته تيره ورځ دپارلمان هييت ورغلي وو اوهغوي ورته وعدي ورکړي چې ستاسو پايوازي به داختنر په خاطر هره ورځ کيږي خو ده ويل چې دپارلمان پلاوي لاړل پردوي يې ډزې کړي دي
په څرخې پله زندان کې کې هميشه اخ ډب رامنځ ته کيږي دهمدې مياشتې په پيل کې هم دبنديانو اوپوليسو ترمنځ په ډزو کې يوبندي مړاودوه ټپيان شوي وو
 
که څه هم د کابل ښار په ختيځ  شاوخوا ٢٠ کيلومترۍ  کې پروت د غه  زندان چې مهال په کې  نږدې ٣٠٠٠  بنديان  د بند شپې او ورځې تېروي،تر ټينګو امنيتي تدابيرو لاندې دى ، خو وخت ناوخته  ترې د اخ و ډب او تېښتې را پورونه ورکول کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024