اختریز پیغام

د لراوبر اداره | دسمبر 4th, 2008


د چا دپاره یو سمه ګلونه د اختر ٠
د چا سره به ولمانځم جشنونه د اختر ٠


اختر خو خندا ګاني هوسونه راڅه غواړي٠
په څیری ګریوان کله وي خوندونه د اختر ٠


نغمې چې پکښي نه وي او خندا چې پکښې نه وي٠
ویلای ورته نه سو محفلونه د اختر ٠


د خوار قسمت په پېڅه سول دا هسي اخترونه٠
کورګې کشې مو ژړا او فریادونه د اختر٠


د ژوند ښکلي نغمه مو د ژوندون په هیله نه ده٠
دا کوم مالیار خزان کړه چمنونه د اختر٠


اختر ته به هوس او خنداګانې نه وې پاته٠
موږ هر وخت دې لمانځلې ویر غمونه په اختر٠

«

Copyright Larawbar 2007-2024