کور / شعر / غزل

غزل

بس دځان سره په جنګ شوم چي ته لاړي
ملنګ نه وم خوملنګ شوم چي ته لاړي
بي لتاراته چم  بدي ښكاريدوبه
هغه كلي كي په تنګ شوم چي ته لاړي
چي ته لاړي زه هم لاړم پاتي نه شوم
زه پخپله ډيربدرنګ شوم چي ته لاړي
خپل منګي رباپ سيتارمي واړه مات كړل
ددي هرڅه نه په څنګ شوم چي ته لاړي
ستادهرغزل سيلاب وم خوچي ته وي
ستانه پس درباپ شرنګ شوم چي ته لاړي


 


سندره


سحريوخوب مي شوريښتيا
ته جداشولي جدا
ماوفاوفاكوله
ته جفاشولي جفا
هرڅه چي په ماباندي تيريږي
بس بس بس جانانه ستادلوري كيږي

خاوري په سرپروت مجنون ليلا غواړي
مانه مي زړګي جانانه تاغواړي
مينه غواړي ژوندغواړي وفاغواړي
نه صبريږي تانه نه صبريږي

ګورم ستاتصويرسه مشغلاكوم
ټوله شپه سلګي وهم ژړاكوم
ستادمړاوسترګوتماشه كوم
لوندزماګريوان دي نه وچيږي

ماملګري كړي دي رباب ياره
تادژوندملګري كړوكتاب ياره
څنګه درنه هيرشولوسيلاب ياره
سم ليوني شوي دي كړيږي