جرمنی وایی چی د افغان پولیسو روزنه عبث ده

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 4th, 2008


د جرمنی دویچویل آژانس خبر ورکوي چی د ناټو لخوا د افغان پولیسو د روزنی پُر مصرفه پروګرام عبث پر مخ ځی او کوم بریالیتوب یې نه دی ګټلی . جرمن جنرال « هنس کریستوف امون » دا روزنه یوه بدمرغه ناکامی وبلله . دغه جنرال پر جرمن حکومت ځکه سخت انتقاد وکړ چی پدې روزنه کی یې ۱۲ ملیونه یورو ضایع کړي دي کټ مټ لکه تېر کال چی یې هلته جرمن پوځیانو ته صرف د شرابو د ورلېږلو له درکه ۱٫۷ ملیونه یورو برباد کړي وو . جنرال امون زیاته کړه چی « ۸۲ کاله نور وخت لازم دی چی د افغانستان پولیس سم وروزل سی . » څیړونکي وایی چی جرمن حکومت د دې احتیاط سره سره چی د « جنګ » نوم نه ذکر کوی بلکی د خپلو پوځیانو وژنه « ضایعات » تبلیغوی ، بیا هم د زیاتیدونکي مخالفت سره مخامخ دی .

Copyright Larawbar 2007-2024