دوه ډنمارکی پوځیان ووژل سول
اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی دوه ډنمارکی پوځیان پرون ( پنجشنبه ) د هلمند په ګرشک کی هغه مهال ووژل سول چی د برتانوی پوځیانو سره په ګډه روان وو او طالبانو ناببره حمله پر وکړه . لومړی د هغوی نقلیه وسیله پر ماین وختله او یو پوځی یې زخمی سو ، کله چی نور پوځیان کومک ته ورغلل نو طالبانو وویشتل او بل یې وواژه ( لومړنی زخمی وروسته په هلیکوپتر کی مړ سو ) . درې ورځی مخکی د ډنمارک شهزاده فریډ ریک د خپلو پوځیانو د کتنی لپاره هلمند ته ورغلی و . ډنمارک په افغانستان کی ۷۰۰ پوځیان لری چی ۱۸ یې تر اوسه وژل سوي دي .