درې لنډ کورني خبرونه
اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی د کندهار معزول سوي والی جنرال رؤفی ورته ویلی چی تېره شپه د کابل څخه په تلیفون کی راته وویل سوه چی نور له کاره شړل سوی یې . ده وویل چی زه په شخصی توګه نور ځکه نه غواړم کار وکړم چی په کندهار کی ځینو مقتدرو کسانو زما د کار په وړاندی ستونزی جوړولې . خو ده د هغو نومونه ذکر نه کړل . د اسشیټیډ پریس د یو بل خبر له مخی پرون په هرات کی دوه قومی مشران هغه مهال ووژل سول چی د حامد کرزي سره تر کتلو وروسته هرات ته راورسېدل . د هرات د پولیسو ویاند رؤف احمدی وویل چی د دوی پر موټر ټکان وسول او دوه نور مشران زخمیان سوي دي . د اسوشیټډ پریس د درېیم خبر له مخی پرون په جوزجان کی طالبانو د پولیسو یو موټر ته کمین نیولی و چی د حملې په نتیجه کی یې یو افسر وواژه او دوه نور یې زخمیان کړل . د جوزجان د پولیسو قوماندان خلیل امین زاده وویل چی موږ څلور شکمن کسان نیولي دي . په جوزجان کی دا لومړنۍ پېښه ده چی طالبان دغسی حمله کوی .