ښځینه افسرانی د طالبانو څخه سختی ډاریږی

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 4th, 2008


د اسوشیټیډ پریس د خبر له مخی حکومتی ښځینه مشرانو پرون مطبوعاتی کنفرانس جوړ کړی و خو د خبر یالانو څخه یې وغوښته چی د دوی عکسونه وا نه خلی او نه هم د دوی نومونه ذکر کړی . د پولیسو څخه ډګرمن صدیقه راسخ وویل چی ښایی موږ په دې توګه د دښمن د حملو هدف وګرځو چی هغه به ویشتل وی ، یا تیزاب پاشل او یا هم تښتول او یا هم بل څه وی . که هغوی زموږ عکس و نه لری نو موږ به معلومی نه کړای سی . دې وویل چی طالبان اوس د افغانستان په زیاتو برخو کی پیاوړی سوي دي او دا خطر اوس خورا ډېر سوی دﺉ . مسعوده جلال وویل چی که موږ طالبانو ته په لاس ورسو نو سرونه به مو غوڅ کړی . خو هغې اجازه ورکړه چی عکسونه یې واخیستل سی . ماریه بشیر په هېواد کی یوازینۍ ښځینه لویه څارنواله ده . دې ته امریکایی زرهپوش موټر او شپږ امریکایی باډی ګارډان ورکول سوي دي . دې وویل چی نن موږ تر دوه نیم کاله مخکی د سختو خطرونو سره مخامخ یو او حالت ورځ په ورځ خرابیږی . دې وویل چی زما کوچنیان له بیری مکتب ته نه سی تللای او د تیرو ۱۸ میاشتو راهیسی په کور کی اوسیږی . دې زیاته کړه چی اوس زما ژوند تر هغه وخت ډېر په خطر کی دی چی یو عادی حکومتی موټر او درې پولیس باډی ګارډان می لرل .

Copyright Larawbar 2007-2024