کور / تازه خبرونه / دحاجيانو دښه خدمت په خاطر روزنيز سيمينار جوړ شو

دحاجيانو دښه خدمت په خاطر روزنيز سيمينار جوړ شو

تېره ورځ په مکه مکرمه کښي دافغانستان دارشاد حج او اوقافو وزارت  لخوا دحاجيانو دچارو دسمبالښت په خاطر ۲۴۱ تنو معلومانو ته دحاجيانو دښه خدمت په خاطر روزنيز سيمينار جوړ شوی وو.
 په سيمينار کښي معلمانو ته دمينا، مزدلفې، عرفات او دجمراتو ويشتلو په سيمه کښي جاحيانو ته دلارښووني په خاطر معلمانو ته لازمي لارښووني وسوې .
دسيمينار په پېل کښی په مکه مکرمه کښي دبعثي کميټې مشر مولوی اسرارالحق له معلمانو وغوښتل ترڅو لومړی دحاجيانو خدمت او لارښوونه وکړي او بيا خپل عبادت وکړي .
مولوی اسرارالحق  معلمانو ته وويل چي دی دلومړي ځل لپاره ۲۴۱ تنه معلمان چي ټول يې ديني علما دي دښوونکيو په دنده ګمارل شوي .
نوموړي له علماوو وغوښتل ترڅو دحاجيانو خدمت په ښه توګه ترسره کړی او داسي نه چي دحاجيانو څخه ځانونه پټ کړي .
نوموړي وويل چي هغه کسان چي دحاجيانو خدمت په ښه توګه ترسره کوي هغه به تقدير کيږي او کوم کسان چي ځانونه پټوي  هغه به مجازات کيږي .
نوموړي له معلمانو وغوښتل  چي دټولو هغه کسانو په اړه چي خدمت کوي هم خبريږي او کوم کسان چي ځانونه له حاجيانو پټوي هغه خبريږي خو نوموړي ويل چی دوروستی ځل لپاره چانس ورته ورکول کيږي که يې اصلاحات رانه وستل نو بيا به قانوني چلند ورسره کيږي .
دبعثي کمېټې مشر معلمانو ته ګواښنه وکړه چي که پرتله له هغه خاصی جبنی او دافغانستان له بيرغ پرته وليدل شي نو مجازات کيږي به .
مولوی عنايت الله وويل چي دوی افتخار کوی چي دبيت الله شريف دحج دفريضې داداکونکو په خدمت ګمارل شوي دي .
هغه وويل چي په ډير افتخار سره به دغه دنده په ښه توګه ترسره کوي .