ازبک جنګسالار رشيد دوستم په ترکيه کي پناه واخيسته 

د ترکيې هيواد له خوا د خپرو شوو معلوماتو له مخي ازبک جنګسالار
رشيد دوستم په ترکيه کي د سياسي پناه غوښتنه کړې ده ، دوستم په افغانستان کي د ازبک
توکم وسله والو ملېشو مشر و چي د ۱۹۹۷ راهيسي په ډله ايزو عامه وژنو تورن دی او څو
مياشتي مخکي يې په کابل کي د ترکمن توکم د يوه مشر اکبر بای پر کور د نشې په حال کي
بريد کړی و ، دوستم تر هغه سمدستي وروسته د لوی درستيزوال له دندي ګوښه او
لویی څارنوالۍ ته ور وپيژندل سو ، دوستم هيڅکله محکمې ته حاضر نه سو ، څو اوونۍ
مخکي حضرت صبغت الله مجددي د دوستم او اکبر بای تر منځ د جوړي په موخه مېلمستيا
وکړه او ويې ښودل چي ګواکي دوی خپلي ستونزي د خبرو له لاري حل کړې .
د جمهوري رياست د دوهم معاون له دفتر څخه يوې باوري سرچينې
لراوبر ته وويل چي د دوستم او اکبر بای تر لانجې وروسته په لومړيو دريو اوونيو کي
ولسمشر اووه مليونه ډالره هغه مصرف پرې کړ کوم چي د ازبک قام استازو د کابل په
رستورانتونو او هوټلونو کي پر هستوګني جوړ کړی و ، نوموړې سرچينې وويل چي دوستم په
زرګونو کسان له شمالي سيمو څخه د ځان د دفاع لپاره د مظاهرو او ګډوډيو لپاره کابل
ته راغوښتي و .
دا چي د دوستم سياسي پناهندګي منله سوې ده که څنګه لا تر اوسه
معلومه نه ده ، کارپوهان په دې نظر دي چي ښايي اوس ددې وخت رارسيدلی وي چي
دوستم د عامه وژنو او تباهيو د جواب ورکولو لپاره په هاګ کي د نړيوالو جرمونو محکمې
ته راکش کړه سي .