کور / تازه خبرونه / آیا پاکستان به بې پیلوټه طیارې را وغورځوی ؟

آیا پاکستان به بې پیلوټه طیارې را وغورځوی ؟

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ولیکل چی اسلام آباد په دې سوچ کی دی چی آیا امریکایی بې پیلوټه الوتکي وولی که یا . د هوایی قواوو مارشال تنویر احمد محمود وویل چی که حکومت وغواړی چی بې پیلوټه طیارې دې وویشتل سی نو زموږ پوځ باالکل دا کار کولای سی او هوایی ځواک د هر ډول هوایی دفاع لپاره چمتو دی . د سپټمبر پر ۲۳ یوه دغسی الوتکه د شمالی وزیرستان په انګور اډه کی را لوېدلې وه خو اسلام آباد ویلی وو چی علت یې تخنیکی عوارض وو مګر ځایی خلکو وویل چی هغه دوی وویشتله . تر کومه ځایه چی موضوع په حکومت پوری اړه لری ، واشنګټن پوسټ د امریکایی مامورینو له قوله راپور ورکوی چی پاکستان امریکا ته صرف په قبایلی سیمو کی د بې پیلوټه طیارو د حملو ضمنی موافقه ورکړې ده خو په ظاهره دا حملې غندی . ورځپاڼه زیاتوی چی که د هند او پاکستان اړیکی ورانی سی او پاکستان د قبایلی سیمو څخه خپل یو لک پوځونه هندۍ پولی ته ولیږی نو بیا به مجبور وی چی خپله دا ضمنی موافقه بیرته واخلی او د ډرون الوتکو د ویشتلو هدایت ورکړی .