بشری کرامت او ډیموکراټ جنایت

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 5th, 2008


دیوولسم ستمبرترپېښې وړاندي چي به کله غربي رسنیو،چارواکو،ددوئ روزل شویوتالي څټواوتش په نوم روڼ اندوکله دوروسته پاتوهیوادونوپه ځانګړي ډول داسلامي نړۍ په اړه نظریات ورکول نوغربي نظام یې ډېرمترقي ، متمدن،انصاف خوښوونکی،بشري کرامتونوته ژمن ان چي دهرچامحسن باله خوکله چي دیوولسم ستمبرپیښه رامنځته شوه لویدیځ په عملي ډول دډیموکراسۍ په صادرولولاس پوري کړ،په دي بهانه یې دنوروهیوادونه اشغال کړل،پوځي،اقتصادي،فرهنګي اوفکري یرغلونه یې پري وکړل اوورسره په خواکي یې درانیول شویو هسي په نوم ازادومطبوعاتوپه نوم داولسواکۍ دغوړیدواوډیموکراټ نظام دراوستلوډنډورې هم پیل کړي چي په دي لړکي ګران افغانستان هم ددغووحشیانوترعملایرغل لاندي شو،دلویدیځ له خواهیوادته دډیموکراسۍ په نوم خلک راواریدشول هریوه به دانصاف راوستلو،بشري کرامتونودپالنې،دتېروحکومتونوله خوادترسره شویو بشري مجرمانودمحاکمه کونې لنډه داچي په تمامه معنی دیوغوره حکومت دراوستنې خبرې پیل شوې داخبرې دهرچادخولې وردوي،په ورځپاڼو،مجلو،راډیوګانو،ټلویزونواومهالنیوکي ددې لپاره په پراخه کچه تبلیغات پیل شول ان چي له افغانستان نه یې تیارفردوس جنت جوړکړ.
دبشري کرامت دساتنې لپاره یې دمدنې ټولنو،بشري حقوقودساتنې اونوروپه نوم ټولنې،کانفرانسونه اوغونډې جوړې کړي داوسني دولت هرچارواکي چي به کله له مطبوعاتوسره خبرې کولې نوداټکی به هرومره دده دخولې وردوو،په هغه به یې ژبه لنده وه دغرب له خواورته سپارل شوی داذکربه یې په ډیرخواږه اوززمزمه کاوه .خونن موږ وینوچي دبشري حقوقودساتنې ټیکداران،داولسواکۍ پلویان،دعدل اوانصاف ملاتړي له بې کسوبندیانوسره دکوم بشري قانون له مخي چلندکوي،دپل چرخي په زندان کي چي نن کومه لوبه روانه ده دادکوم قانون له مخي ترسره کیږي،پربې ګناه اومظلوموبندیانوولي ددرنووسلوډزې کیږي؟ دممنوعه شیانودټولولولپاره که عملیات کیږي نودرنې وسلې ولي پکښي کاریږي له بندیانوسره ټانکونه،زغروال موټر،درنې وسلې،پخې مورچې او دومره ځواک ووچي ددرنووسلوله کارولوپرته په بل څه نه ماتیده؟ له غرب نه راوړل شوې ډیموکراسۍ موږته یوازي داډالۍ راوړه چي بندیان موقتل عام شي،بشري کرامت یې ترپښولاندي شي،جامې تري وایستل شي، سپې ورته خوشي شي،جنسي تیری پري وشي اوله ټولوانساني حقوقوبې برخي شي؟
دبندیانودعام وژنې دالومړی ځل نه دی هغوکسانوچي له کمونست نه په ټوپکي بدل شول اووروسته دامریکاپه پېرزوینه له دې مقام نه دډیموکراټ مقام ته ترفیع شول وړاندي هم داسلام ضد،دبشري قوانینوخلاف اوبې غیرتۍ داډول شرموونکي اعمال ترسره کړي دلیلې په دښته کي یې په زرګونوبې ګنااوبې وسلې بندیان ژوندي ترخاورولاندي کړل،په ډلیزډول یې شهیدان کړل اوان په دومره وحشیانه ډول یې ووژل چي په بیان یې دسړي دبدن ویښتان جګ جګ دریږي،دامارت دسقوط پرمهال چي بندیان په څومره وحشیانه ډول ووژل شول هغه خو دډیموکراسۍ اوبشرپالنې هغه لومړنۍ تحفه وه چي دغرب دمتمدنوځواکونوزموږهیوادوالوته وړاندي کړه دجنګي کلاپه عملیاتوکي چي کوم جنایت ترسره شوشیطان یې هم په کولوشرمیږي خودبشري حقوقودپالنې لپاره راغلیوپوځونودبشرپالنې دادنده بیاهماغوکسانوته وسپارله چي داجنایتونه یې ترسره کړي وو.
کمونستانوچي دوحشت کوم تاریخ پریښی وودبشردحقونوپلویانو،دډیموکراسۍ لپاره راغلیوغربیانواودهغوئ
له خواروزل شویوروڼ اندودایادترهغوئ په ډېرښه ډول تازه کړ،ځکه هغوئ داادعانه کوله چي دوئ دانساني حقوقوددفاع لپاره راغلي دي هغوئ خودخپلوهمفکره ملګریودملاتړلپاره راغلي ووکوم څه چي یې کول هغه یې دهمدغوملګرودساتنې لپاره کول هیچاورڅخه دبشري کرامت دساتنې اوانساني حقوقودپرځای کونې غوښتنه نه کوله،خوهغه پوځونه چي دلته دبشري حقوقودملاتړلپاره راغلي ملګروملتونودهمدي ماموریت دترسره کولو لپاره اجازه ورکړې له هغه ځایه یې له ځان سره ددې ماموریت دترسره کولولپاره افغاني متخصصین راوستلي دوئ ولي هغه کارونه کوي چي دبشري حقوقوخلاف،دانساني کرامت ضداوان ددنیاهیڅ وحشي عادته انسان هم داسي نه دي کړي ؟ کومې ټولنې چي په داسي پیښوکي ډیرژرغبرګون ښیې اوداکارخپله دنده ګڼي هغه هم نن چوپ دي،پرون دپارلمان له وکیلانوسره خبره خلاصه شوه بندیانوله هغوئ سره دیوتړون له مخي خپل اعتصاب پای ته ورساوه دګوډاګۍ ادارې چارواکوهم ورسره دعملیاتودنه کوله ژمنه وکړه خونن بیاپرهغوئ ددرنووسلو ډزې کیږي،له هغوئ سره ممنوعه وسائل وموندل شول،بیادي هم یوازي له سیاسي بندیانوسره له هغوکسانوسره چي په جنایي پیښوکي دلاس درلودوپه تورنیول شوي هغوئ دومره پاکې فرشتې شوې چي دزندان دقوانینوهیڅ مخالفت یې ونه کړ!دومره ښکروردروغ،پرخلکویې دخروګومان کړی دی اولمرپه دووګوتوپټوي !!!
په پای کي هغوي کورنیوته چي په دې غم لړلې پیښه کي یې دکورنۍ غړي شهیدان شوي اوپه دي مبارکوورځو کي چي هم دیني ارزښت لري اوهم دخوشالیوورځي دي دجمیل صبر،په الهي دربارکي دښې بدلې اونعم البدل غوښتنه کوم اوهیله لرم چي دشهیدانوداوینې هسي ولاړي نه شي رنګ راوړي په ګران هیوادکي دیوبشپړاسلامي نظام دراتلولامل شي .
په همدي هیله!

Copyright Larawbar 2007-2024