کور / تازه خبرونه / په سوات کې ځانمرګي بريد اوه تنه ووژل

په سوات کې ځانمرګي بريد اوه تنه ووژل

 


په داسي حال کې چې په پاکستان کې د جمهور رئيس مشرف د دولت مخالف ستر ائیتلاف د راتلونکې پارلماني انتخاباتو د بايکاټ په هکله تصميم نيسي د آسوشیتدپرس خبري آژانس تېر ماپښين خبر ورکړ چې په سوات کې يوه ځانمرګي بريدکوونکي خپل د چاودېدونکو موادو ډک موټر د پوليسو پر تاڼې باندي ور و واهه او اوه تنه يې د درو ملکي، دو ماشومانو او دوو پليسو سره يوځای ووژل .


دغه پېښه په داسي وخت کې تر سره سوه چې د پاکستان پوځ پرون اعلان وکړ چې دسوات دره يې نور د وسلوالو طالبانو او د هغوی د ملاتړ کوونو نه پاکه کړې ده .


همدارنګه د سوات د سيمي اوسېدونکو ويلي دي چې نن يې د دريو بې سره کسانو مړي موندلي دي .