پاړوګر د مار له لاسه مري

د لراوبر اداره | دسمبر 10th, 2008


دا خبره خو ددې عصر لوی او واړه  ته څرګنده دی  چې په  افغانستان او پښتونخوا کښې د روانې خونریزۍ  مسولین څوګ دي  او د چا په کور ګې پټېږي؟؟ ددې له پاره چې د پاکستان لنډ عمره واکمنی د تل لپاره  د هندوستان په مقابل کې ونه مري نو پاکستان له هغې  دینی مدرسو څخه په پوره  ډول فوځی  ګټه پورته کوی چې په پاکستان کې دننه  موجودیت لري .

د بېلګې په توګه  په کشمیر کې منظمه  او پر له پسې جګړه چې واګی یې تر اوسه د مولانا فضل الرحمان  ډلې په لاس کې دي ، دا هغه تنکی ځوانان دي چې د اسلام په نامه یې پاکستان د خپل سیاسی هدف لپاره د هندوانو په ټینکونو  ورخېږوي  په  افغانستان کې هم روانه  غمېزه د ګاونډی هېواد پاکستان په منظم پروګرام سره ښه په سُر کې  روانه ده  ددې دپاره چې د لراوبر پښتون  د تل لپاره سره  یو نشی  د پاکستان مرکزی حکومت هرې  بې شرمۍ ته  ملا تړلې ده ،که څه هم پنجابیان د ټولې نړۍ په مخکې سر پر ځمکه وهي  چې پاکستان  له القاعده سره کومه سابقه نلری مګر هر چاته مالومه شوه  چې د القاعده ټول زامن په  پاکستان کې  له پاکستانه زېږ یږي که دا له شره ډک هېواد ژر تر ژر ه له افغانستان سره  په خارجی پالیسۍ کې  ویال (نرم) نشی  نو لرې نده چې د القاعده زهر لرونکي  ماران  به په پاکستان کې هم د هر پنجابی خېلخانه وچیچی  او بیا به یو پاړوګر  خپل مار وژلی  وی .

Copyright Larawbar 2007-2024