کندهار د اختر په شپو کي ( انځوريز رپورټ )
کوچنی اختر او لوی اختر د نړۍ د ټولو مسلمانانو سره يو ځای په لراوبر افغانستان کي هم په ډيرو شاندارو مراسمو سره نمانځل کيږي ، ددې مراسمو يوه برخه د اسلام او مذهب پر بنسټ ترسره کېږي او پاتي نور يې نو د هري سيمي او هر ولس په کلتور او رواجونو پوري اړه لري ، د راتلونکي لوی اختر په مناسبت د تياري نيولو د نن ورځي تازه عکسونه زموږ ګران همکار خليل الله سروري د کندهار په ښار کي اخستي او تاسو ته يې وړاندي کوي . تاسو کولای سئ د دې عکسونو تر ليدلو وروسته د خپلو سيمو د رسم او رواجونو په اړه له نورو لوستونکو سره معلومات شريک کړئ ،خپل نظر او د خپلي سيمي د رواجونو لنډيز د لاندنۍ تبصرې له لاري وليکئ .