ملاعبدالسلام ضعيف: څرخي پېښې ته دي بې طرفه پلاوي وټاکل شي

د لراوبر اداره | دسمبر 6th, 2008



دطالبانودواکمنۍ پرمهال په اسلام اباد کې دافغانستان پخواني سفير مولوي عبدالسلام ضعيف پردولت غږ وکړ چې ژرترژره دې دپل چرخې په زندان کې درامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه يوبې طرفه پلاوي وټاکي .


دڅرخې پله په زندان کې دپنجشنبې په ورځ (دليندۍ ١٤مه ) ددولت لخوا دڅرخې پلاه په هغه دوو بلاکونو چې دطالبانوبنديان په کې ساتل کيدل عمليات وشول اوګڼ شمير کسان يې په کې ووژل .

دعدلي وزير سرور دانش دوژل شويو بنديانو شميره اته تنه ښيې او دټپيانو شميره ١٣ ښيې خو سلام صعيف وايې چې دمړو او ټپيان تردې څوچنده اوچته ده کومه چې دولت منلې ده .

صعيف وايې چې دلسوتنونومونه يې ترلاسه کړي دي کوم چې دطالبانو سره دتړاو په تور نيول شوي اوپه دې پېښه کې وژل شوي دي .

ددې ترڅنګ دبشري حقونوخپلواک کمسيون اوپه کابل کې دبشري حقونوغيردولتي سازمانونوهم دڅرخې پله پېښه غندلې ده اوله دولت نه يې غوښتنه کړې چې په عدلي وزارت کې دې چارواکي له دندوګوښه اوپرځاي يې دي مناسب کسان وګماري .

دبشر ي حقونو دسازمان مشر لعل ګل وايې چې دعدلي په وزارت کې بآيد يوبدلون رامنځ ته شي اوهغه کسانوته سزا ورکړ ل شي کوم چې په دې پېښه کې په خيانت کولو تورن دي .

Copyright Larawbar 2007-2024