دڅرخي پله قتلګاه !

د لراوبر اداره | دسمبر 6th, 2008


هسې خومو له اسيرانوسره په تيرواووکلونوکې دامريکايانو، برتانويانو ،کانډايانو اودافغانستان داشغال اوځپلوپه نيت دجوړنړيوال ايتلاف دلښکروچال چلنداو دبنديانو هغه حقوق چې دبشريت دغودعويدارو،  په کندهار، بګرام ، ګوانتنا مواونوروخپلوزندانونوکې اسيرانوته ورکړل او کيسې اوحکايتونه يې  راتلو نکو نسلونوته دتاريخ ديوزړه بريښونکى جزپه توګه پاتې اووګرزيدل ، په زور اوزيراوريدلي اوپه مغزوکې موهره شيبه ازانګې وهي ،خوخپل ځان ته ډاډ اوتسلي کله ناکله په دې خبره کې ګورو، چې ورزه که هرڅه زمونږ له مسلمان ولس سره په دغوقفسونواوجزيروکې وشول اوياکيږي ، دښمن يې معلوم اوڅرګنددى چې هغه صليبي امريکايي لښکرې دي چې په همدې نيت افغانستان ته راغلي ترڅودافغانانو پت اوعظمت وځپي ،افغاني وجدان اوهويت دځان غلام کړي  اوددې خاورې اوولس پرټولووياړونواوافتخاراتوانبارونه خاورې واړوي ،نوځکه امريکايي جګړمارايتلاف په افغانستان کې دخپل اشغال په اوږدوکې ،مخامخ زمونږ په زرهاووتنه مظلوم هيوادوال له تيغه تيرکړل ، په لکونويې ژوبل ، کډوال اووځورول ، داسلامي عقايدواودسترالهي پيغمبرصلى الله عليه وسلم ګستاخى ته يې مټې بډوهلې ، دتوحيدسپيڅلې کلمه يې دلوبوپه پنډوسکورسم اوله خپلوټانګونويې ماشومانوته وغورځول ،د عظيم الشان قران دنسخود مکرروعلني بې حرمتيوترڅنګ يې ددغه الهي کلام دتفسيرتحريف اوغلط تعبيرته ملاوتړله ، نوى نسل يې دبيان اوعقيدې دازادى په پلمه هرې بيلارى اوله خپل دين اومقدساتوسره بې تفاوتى اوبې ادبى ته راوباله اوداسې نور……لسګونه مثالونه   

ولې ډيره ځورونکې اودنه بښلووړخبره داده چې کله ناکله هغه جنايتونه اوکرکجن اعمال چې ښايي امريکايانودخپلې کفري عقدې اوانتقام له مخې ترسره کړي واى ، له بده مرغه  دغووحشيانه کړنواوله قساوت ډکوپريکړوته اوس ، امريکايان ،هغه  څوک استخداموي  اوقومندې پرې ورکوي چې ځانونوته دمسلمانى  اوله هيوادسره دوفادارى نسبت ورکوي ، ددې خاورې اوټاټوبي خواخوږى قشر ځان بولي ، اوپه پارلمان کې دولس اوپرګنوداستاځو په صفت هم خلکوته ځانونه ورپيژني

دليندى په (   ١٣   ) نيټه چې دکرزي دادارې ايلجارومليشودڅرخي پله د زندان دڅوبلاکونودتفتيش په پلمه کوم يرغل اووحشيانه عمل ترسره کړ،چې  ړومبى يې څوټانکره سرې اوجوش اوبه پرې وروپاشلې ، بيايې بلاکونوته اورونه وراچول ترڅوتيزدودونه اولوخړې بنديان خاموشه کړي  اوله هغه ورسته يې پرې بی دریغه ماشينګڼې وچلولې،  په لسګونو تنه بې دفاع اسيران يې شهيدان اوپه سلګونو تنه يې پکې ټپيان اوژوبل کړل ښايي داسې يوکرغيړن اوسخت زړى عمل دڅرخي پله په تاريخ كي نوي تکرارشوي ،

په همدې اړوند، په پارلمان کې دزابل ولايت يوه استاځي دهمدې پيښې په ماښام له لمرتلويزون سره په خبروکې په ډاګه وويل کوم ظلم اووحشت چې دڅرخي پله له زندانيانوسره په دومره علني ډول  ترسره شو،سارى يې دکمونستانوپه وحشي دوره کې هم نه ووليدل شوي ، ځکه که هغوى دڅرخي پله بنديان وژل ، نوپه خفيه اوسري توګه يې له تيغه تيرول اواوسني نظام چې ځان ته يوديمکرات اودانسان حقوقوحامي اودعويدارحکومت هم وايي ، په دومره ښکاره ډول دخالي لاسواوپه پنجروکې دايساروزندانيانووژل اوټکول سترجنايت اودکرزي دادارې په ټنډه يوتورداغ کيښودل شو

دڅرخي پله دزندان دغه ورستى قتل عام ، که څه هم چارواکي ورته يوامنيتي پلټونکى نوم ورکوي چې په څوبلاکونوکې داسې زندانيان وو، چې وسلې يې لرلې ، فوځي روزنتون يې برابرکړى وو، له بهرنه ورته قومندي راتلي اودغه بنديان ټول زندان ته ديولوى ګواښ په توګه اوړيدلي وو، ځکه له حقيقت اوواقعيتونوسره اړخ نه لګوي چې دبنديانودمراجعينواوخپلوانوچک اوکنترول ته ،دزندان په خپلو امنيتي موظفينوسربيره دملي امنيت ، کورنيوچارووزارت نه علاوه دامريکايانوځانګړي پلټونکي کسان اوټيم له مجهزوالاتوسره موجوداودچاخبره هلته مرغى هم پرنشي وهلى ، يانې امنيتي تدابيريې دومره شديداوسخت دى ، نونه پوهيږوچې بيادننه په محبس کې وسلوال بنديان اودوسلواوجارحه الاتودجوړولوکارخانه اوفابريکه بياڅنګه جوړه اوبياپه دومره لوى ګواښ واوړيدل چې دوزروتنومليشوپرې حمله وروړه او دلسګونوتنوپه مرګ اوژوبلې نوربنديان  لارې اوسمې ته راوستل ، که رښتياهم دغه ډول وسلوال ګواښ هلته موجودواى ، نوکومه ورځ خوبه يې يونيم عسکر وسلوالوبنديانوپه داټنده اوکوپله ويشتى وواويابه چارواکو دغه وسلې اوکارخانې  بې له کوم جعل اوتذويرنه کوم ورځ خبري رسنيوته ورښولي واى !!چې هيڅکله يې نه وروښودلاى شول اونه به ولس ته په همدغواوتوبوتواوفريبونويقين اوباورورکړاى شي

په دې اړونديوشى چې ډيرواضح دى ، هغه داچې امريکايان اوس ډيرمخامخ دطالبانوپه وړاندې په هروحشت کې دځان دښکيلولو اودخيلولو کوشش نکوي ، بلکې ليدل کيږي چې صرف قومنده اوتکتيک ددوى وي اوعمل اونورمتباقي اجرائت دکابل ادارې په مليشواووسلوالوترسره کوي اواوس خوامريکايانويوبل هنرهم په کاراچولي چې دپارلمان اودخلکوداستاځوله خوني اوجرګې نه دافغان ولس دقتل عام پريکړي صادروي اوبياورته دهمدغه پارلمان په خوله له وژل شووکورنيوسره دمرستې دوجهي صندوقونودجوړولوتابياهم کوي

دامريکايانوښايي هدف له دغوکارونواواستخدام نه داوي چې دهغوى هسې هم په دې خبره نورسرخلاص دى ، چې ماته اوشکست يې په افغانستان کې مقدراويقيني دي اوداچې خپله افغانان په خپله يودبل دمرګ اوتباهى کارپه اساني سره کولاى شي نوبيادوى ته څه اړتياده اوپه ضمن کې دغه کاردافغانانوترمنځ دايمي خوابدي اوتربګني هم ايجادولى شي ، چې دولسونواوقومونودتفرقواودښمنيوخورولوسياست خوهسې هم دامريکايانواوله لويه سره ديهودواونصاراوويوميراثي حق اوتګلاره ده

اوس نودکابل چارواکواوجرګګيوته پکارده چې دمخ په زوال اوترمطلبه دملګرې امريکاپه پريکړواوتوطيودخپل ملت اوولس په وړاندې له نورڅومره جفااوخيانت نه ګټه پورته کوي اودڅرخي پله اويااووه کاله وړاندې دشبرغان په جنګي کلا اوکانتينرونوکې دزرګونوايسارواسيرانودلولپه کيدو، اختناق اوډله ييزووژنوپه څيردنوروڅومره  پټو پلانونو پياده کول اوپلي کول غواړي اودامريکايانوينه پرې سړوي 

Copyright Larawbar 2007-2024