په ناروې کښي سندريزه مشاعر وشوه

د لراوبر اداره | دسمبر 8th, 2008


د پخوانۍ پرېکړې له مخې د ناروې هېواد په پلازمېنه وسلو کې د ادبي ناستې د غړيو له خوا پرون يوه لويه سندريزه مشاعره د ښاغلي انجنير شکران الدين يوسفزي په حجره کې تر سره شوه٠


دغه مشاعره او سندريز ماښام چې د لوی اختر په وياړ جوړ شوی و له ښه شامته د اشنا راډيو(امريکاغږ)د لوراندو کارکوونکيو په مټ مخامخ او په ژوندۍ بڼه خپره شوه او پدې ډول داځل نوموړې مشاعره او د سندريز ماښام غږ او زوږ نه يوازې د غونډې ګډونوالوو واورېد بلکې د ګران هېواد افغانستان د کليو او بانډو برسېره د نړۍ په هر ګوټ کې د پښتو ادب مينه والو ته ورسول شو ٠


پورتنۍ غونډه د دود له مخې پر بسم الله پيل شوه ، ورپسې د ناستې خوږ ژبي وياند ښاغلي داکتر مصطفی امن د ناستې موخې او اجندا ګډونوالو ته بيان کړه تر ښاغلي امن وروسته ځوان ليکوال او ژورنالسټ  اجمل اټک يوسفزي لنډې خبرې وکړې چې په ترڅ کې يې د امريکا غږ راډيو له ټولو درنو کارکوونکو څخه د ادبي ناستې د ټولو غړيو په استازيتوب مننه وکړه٠


د ښاغلي اټک يوسفزي تر وينا وروسته لومړی مشاعره پيل شوه او تر مشاعرې وروسته د نيکمرغه لوی اختر په وياړ د رباب او بجې پردې او تارونه پر نغمو سر شول٠
د ادبي ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې راتلوونکې غونډه به نوي کال کې يعنې د جنورۍ پر ١٠ لسمه د ځوان ليکوال ښاغلي اجمل اټک يوسفزي په حجره کې تر سره کېږي٠
پورتنۍ غونډه چې پر سيميز وخت د ماښام پر شپږو بجو پيل شوې وه دشپې پر لسو بجو پای ته ورسېده٠
پاتې دې نه وي چې په پورتنۍ مشاعره کې دغو ښاغلو برخه واخيسته:


عظيم الدين عالمي،مصطفی امن، کامل جان، دلدار خان، روښان، اټک يوسفزي، وحيد  فقيرزاده، داکتر شهلا ساپۍ، حنيف خان، محمد نعيم وياړ، مدير صيب، شکران الدين يوسفزي،رياض نانيخيل، استاد فاروق خټک او يو شمېر نورو٠
يادون:درانه لوستوونکي  هم کولای شي چې دغه سندريز ماښام يوه اونۍ وروسته د لاندې ادرس په مټ ننداره کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024