کور / شعر / دڅرخي پله زندان ته

دڅرخي پله زندان ته

دڅرخي دپله زندانه خداي دي ړنګ کړه ديوالونه
ستادويرله سره انګړه بيابګنيږي وحشتونه


په ډبرواوخميردي ددوزخ اورونه بل شه ،
زماومرګ ته پراوږوږدي دپرديوراکټونه ،


بيابي رحمه واکدارانوزمونږ په وينوبرچي سري کړي
بيايي راوستل تورمخودغربي شيطان ټانګونه ،


دچپني مداري دي دسوالګروپه څيرګرځې ،
ګوندي زمادمرګ لپاره راپيداکړي نورپوځونه ،


دملګروملتونوشنه طوطيان په ژبه ګونګ شول ،
دبشردحق غوښتونکوپرخولوووهل مهرونه ،


په غيوراصل پيوند يوفولادي عزم موګوره
له مرګونوموډارنشته نه له زخمه وړودردونه


ککرۍ به نذرانه کړوداسلام ددين لپاره
سل اوزرځله دي راشي په دي لاره کې مرګونه


(احمدي) وايي څښتنه زمونږ کسات ورځني واخلې
يامو لاس ور باندي برکړي چي يي ووهوسرونه