کور / تازه خبرونه / طالبانو بيا ولسي وګړي ووژل

طالبانو بيا ولسي وګړي ووژل

د كابل كندهار پرلويه لاره وسله والو طالبانو دوه بې ګناه افغانان ووژل .


ددوى دوژل كېدو راپور هغه تښتول شوي افغان وركړ چې دطالبانو له ولكې څخه په تېښته بريالى سوى وو.


دغه بېګناه افغانان چې درې كسان وو په زابل ولايت كې وسله والو طالبانو له يوه موټر څخه كښته كړل دوه يې وژلي او يو بل په تېښته بريالى شوى دى .


دزابل چارواكي وايي چې دوژل شويو كسانو مړي يې دشاجوى ولسوالي ته نېژدې موندلي دي .


تېره ورځ وسله والو طالبانو دهلمند په سنګين ولسوالي كې يو دولس كلن ماشوم اعدام كړ .