کور / تازه خبرونه / ناټو اوافغان پوځ موساكلا ولسوالي ونه نيوله

ناټو اوافغان پوځ موساكلا ولسوالي ونه نيوله

دپنځو ورځوجګړې سره سره ناټو اوافغان پوځ موساكلا ولسوالي ونه نيوله  
 
دپنځو ورځو پرله پسې جګړې وروسته هم دهلمند موساكلا ولسوالي ناټو ځواكونو او افغان پوځ تر خپلي ولكې لاندي رانوسته .


چارواكي يې علت داښيي چې په جګړه كې مولكي وګړو ته زيان وانه وړي خو طالبان بيا ځانونه زورور بولي .


نن هم له دغې ولسوالي څخه دبمباريو او جګړې راپورونه ترلاسه شوي دي خو دتېرو څلورو ورځو برخلاف ننۍ جګړه سړه وه .


ښايي دجګړې دنرمښت يو علت داوي چې نن دبرتانيې ددفاع وزير ديس براون هلمند ته دخپلو ځواكونو دليدنې په موخه سفر درلود. ده له خپلو ځواكونو سره ژمنه وكړه چې داسي وسلې به ورته وركړي چې دڅړك دغاړي بمونه شنډ كړاى شي .


له بله لوري دتېرو پنځو ورځو په اوږدوكې لا اوس هم خبريالان ونه تونېدل چې ددغې جګړې دقربانيانو دقيقه شمېره راپيداكړي يوازي طالبان او افغان امنيتي چارواكي يوبل ته ددرنې مرګ ژوبلي داړولو دعوې كوي .


كه څه هم ددغو دعوو سپينا وى ګران دى خوزموږ ماعلومات ښيي چې په جګړه كې ناټو ځواكونو ،افغان پوځ ،وسله والو طالبانو او ولسي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې ده . البته دقيقه مرګ ژوبله معلومول وخت ته اړتيا لري خو ځايي اوسېدومكي وايي چې په جګړه كې شاوخوا څلوېښت ولسي وګړي وژل شوي دي .خبري رسنيو ته داګرانه ده چې دقيق مالومات ترلاسه كړي ځكه


ځايي اوسېدونكي دطالبانو ترولكې لاندي سيمو كې دطالبانو ملاتړ كوي او په هغو سيمو كې چې حكومتي ځواكونه واك لري دهغوى ملاتړي دي .


دوى هم خبريالانو ته كره مالومات نه وركوي .