کور / تازه خبرونه / دناټو يوسرتېرى ووژل شو او يو بل يې ټپي دئ

دناټو يوسرتېرى ووژل شو او يو بل يې ټپي دئ

د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو دهېواد په سويل کې د خپل يوتن سرتېري د مړينې او د بل د ټپي کېدو خبر ورکړ .


د ايساف ځواکونو وياند بريد جنرال کارلوس برانکو په خبر پاڼه كې وايي چې ځواکونه به يې په خطرناکو او سختو سيمو کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي


دناټو سرتېرو ته مرګ ژوبله نن سهار په سويل کې هغه مهال  واوښته ، چې ددوى موټر پر يوه ماين وخوت .


خبرپاڼې ويلي چې دايساف د پاليسۍ پر اساس دوى دم ګړۍ دوژل شوي سرتېري تابعيت نه شي څرګندولى . او نه هم دپېښي دقيق ځاى ښودل شوى دى خو دطالبانو سرچينې دعوه كوي چې مرګ ژوبله يې برتانوي ځواكونو ته په موساكلا ولسوالي كې اړولې ده .