کور / تازه خبرونه / دكندهار اوسېدونكي دشپې لېسه غواړي

دكندهار اوسېدونكي دشپې لېسه غواړي

د كندهار ګڼ اوسيدونكي وايي چې افغان حكومت او نړۍ واله ټولنه دي په كندهار كې  ليليه لېسه جوړه كړي .


دخلګو په وينا چې دلېسې دجوړېدو سره به هغه ګڼ زدكونكو ته دزدكړي زمينه برابره سي چې اوس دنا امنيو له كبله زدكړي نه شي كولاى ،


په كندهار كې په زرګونوهغه زده كونكي سته چې دنا امنيو له كبله يې زده كړي پرې ايښي او پر كورونو ناست دي .


افغان حكومت هڅه كوي چې په سيمه كې ښونځيو ته زمينه برابره كړي او څو ورځي وړاندي دافغانستان دښوونې او روزنې وزير حنيف اتمر په كندهار كې دشاوخوا سلو ښوونځيو دجوړېدو ژمنه وكړه .


دكندهار اوسېدونكي وايي كه افغان حكومت او نړۍ واله ټولنه دشپې لېسه جوړه نكړي ددوى ګڼ بچيان به بې برخي پاتې شې او پايلي به يې دټولي سيمې لپاره بدي اغېزي ولري .