کور / تازه خبرونه / ګورډن براون:طالبان افغانستان کې جمهوریت ته ماتې نشي ورکولای

ګورډن براون:طالبان افغانستان کې جمهوریت ته ماتې نشي ورکولای

د برتانیې لومړي وزیر ګورډ ن براون ویلي دي چې طالبان په افغانستان کې جمهوري عمل ته ماتې نشي ورکولې .نوموړي دا خبرې په کابل کې د جمهورریس حامد کرزي سره د لیدو وروسته یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس کې وکړې . خبریالانو سره د خبرو په وخت جمهوریس حامد کرزي مېلمه صدراعظم ته د کرسمس مبارکي وویله او د افغانستان سره د برتانېې هیواد د ترسره شوو مرستو مننه یې وکړه.د یو ې پوښتنې په څواب کې جمهوریس وویل چې دستر اختر په مهال یې هیځ یو طالب چارواکي سره لیدل نه دي کړي .


ګورډن براون په دې موقع وویل چې هغه د افغان اولس سره د یوالي د جذبې د څرګندولو په موخه کابل ته راغلی دی .هغه د راتلونکو ټولټاکنودپروسې  دپاره افغان دولت سره د لس میلونه ډالرو مرستې اعلان وکړو .ښاغلي لومړي وزیر په افغانستان کې دنده رسونکو برتانوي فوځیانو ته شاباسي وویلو