بلخ:د پښتنو مشرانو لاريوون وکړ

د لراوبر اداره | دسمبر 13th, 2008


د پنجشنبي په ورځ د بلخ ولايت مركز د مزار شريف ښار كې يو پراخ لاريوون تر سره شو ،

په دي لاريوون كې شاو خوا سلګونو تنو كسانو ګډون كړۍ وو 

په دي لاريوون كې د بلخ ، چمتال او چاربولك ولسواليو قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستي وه

لاريوون كوونكو په خپلو شعارونو كې د هغو څوارلس تنو مرموزو قتلونو چي په دي ورستيو كې د بلخ په ولايت كي شوي  و غندل او د دوي دعاملينو د محاكمي  غوښتونكې شول 

همدا رنګه دوي وويل چي د لوي اختر په لمړي ورځ د چاربولك ولسوالۍ يو تن ديني عالم مولوي خوشحال چي يو ډير تكړه او زيار كښ عالم دي د ملي امنيت د چارواكو لخوا غوښتل يي چي بغير له كوم ثبوت نه اسير كړاي شي ،  چي  د دوي په وينا د ملي  امنيت له چنګال نه يې خلاص كړ

دوي په يو غږ د مزار په سميه ايزو چارواكو نيوكه وكړه او ژر تر ژره يې د چاربولك ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير  لري كيدل  وغو ښتول.

نوموړو لاريوون كوونكي چي د مزار شريف د ملګرو ملتو  دفتر مخي ته را غونډ شوي وو، يو پريكړه ليك يې هم صادر كړ چي په هغه كې داسي راغلي وو  .

مونږ په سيمه كې د حزب اسلامي او طالب په نوم ټكول كيږو ، كه مونږ طالبان يوو نو ولي د طالبانو لخوا وژل كيږو او كه طالبان نه يوو نو ولي د دولتي چارواكو لخوا تهديد او وژل كيږو .

په پركړه ليك كې د اهم راغلي چي مونږ صرف ددي لپاره ټكول كيږو چي مونږ د حزب اسلامي پلويان او غړي يوو .

په پريكړه ليك كې ګواښ شوي وو چي كه دا خپل سري وژني او ترورونه بند نشي نو دوي به خپلو سوله ايزو لاريو نو ته دوام وركوي ، او كه ډير اړ شي يا به ځان وژني و كړي او يابه د سيمي پريښودو ته اړ شي.

بل خوا د بلخ  دوالي وياند  منير فرهاد د دغو ۱۴ تنو وژنه پر ځاي كار بولي او زياتوي چي دوي ټول غله او لوټ ماران وو  .

خو حاجي نادر يو تن قومي مشر او د همدي لاريوون ګډونوال بيا د استاد عطا د وياند ټول خبري ناسمي بولي او وايي چي د هغو ۱۴ تنو مرموزو قتلونو موضوع كاملا جلا ده 

دوي چي كوم غله ښېې هغه د دوي خپل غله يعني په دي معني چي هغه د جميعت اسلامي او د امنيه قوماندان غله وو  .

دده په وينا دوي تل يوه ډله غله ، لوټ ماران او د ترور ډلي ساتي چي كله مقصد يې حاصل شي بيا هغه په خپله له منځه وړي 

چي بهترينه بيلګه يې همدا پنځه تنه غله دي چي دوي يې يادوي ، ودوود قومندان له پنځو تنو سره چي د دوي د ډلي د لوټ مارۍ مشر وو څه موده وړاندي يې د بلخ ولسوالۍ د هيواد كلې كې د فيروز باي پر كور حمله وكړه او د هغوي له كور څخه يې يوه اندازه پيسي او زيورات په غلا يوړل ، چي بيرته د همدوي لخوا ووژل شول ، او د فيروز باي د كور زيورات او طلا اوس هم د ودوود قومندان كورنۍ استعمالوي او ورسره ده .

د حاجي نادر په وينا دوي دغه ډله ددي لپاره ووژله چي غلاوي يې پري ډير كړي ،اوس يې ددي لپاره ووژل چي راتلونكې كې افشا نشي 
د ده په وينا مونږ د دي پنځو تنو موضو نه يادوو ، مونږ هغه ۱۴ تنه قومي مشران او د حزب اسلامي پخواني قومندانان يادوو چي يو په بل پسي په دي وروستيو دري مياشتو كې د موټر سايكلونو په واسطه ترور كيږي
هيره دي نه وي چي څه موده وړاندي په بلخ ولايت كې د ۹ ولايتونو په استازيتوب د سلاكار وزير او پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد په زيار دحزب اسلامي يوه ستره غونډه رابلل شوي وه ، چي شاوخوا څلوزه تنو پكي گډون كړۍ وو 
په نوموړي غونډه كې د همدي ۱۴ تنو مرموزو قتلونو د غندني تر څنګ د قاتلو د محاكمي په كلكه غوښتنه وشوه .

Copyright Larawbar 2007-2024