په کونړ کښي ايتلافي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته…

د لراوبر اداره | دسمبر 13th, 2008


د کونړچارواکي خبر ورکوي چې تېره ورځ د وسله والو طالبانو او ايتلافي ځواکونو په نښته کې يو تن ولسي وګړى مړ او درې تنه ماشومان ژوپل شوي دي. په کونړ کې د سلفي طالبانو وياند قاري شاکر وايي د دوى ملګرو د ايتلاف پر يو کاروان بريد کړى او دهغوى ١٧ سرتيري يې وژلي خود دوى ملګرو ته کوم زيان نه دې رسيدلي، په ختيز کي بيا د ناټو څواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې د دوى څواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په ځوابي بريد کې يې  يو وسله وال طالب وژلى دى. د کونړ دوالي وياند ادريس غروال وايي چې په نښته کې ايتلافي څواکونو له الوتکو کار اخيستي چې په ترڅ کې يې څلور تنه  ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024