کور / رسنۍ / ورځ پوهنيزه، ټولنيزهه او ادبي دوه مياشتنۍ مجله خپره شوه

ورځ پوهنيزه، ټولنيزهه او ادبي دوه مياشتنۍ مجله خپره شوه

د ساپي  پښتو څېړنو او پراختيا مرکز خپرنيز دوه مياشتنۍ ارگان ورځ مجله چاپ او خپره شوه،
د ورځ مجلې د  اتم کال د وري – چنگاښ د ورځې پنځمه – شپږمه (پرله پسې ٤٩-٥٠ ) گڼې کې ډول ډول ادبي، سياسي، کولتوري او ديني ليکنې او شننې خپرې شوي، چې تاريخي منډې، له دين څخه ليرې والى، نړيواله سوله او افغان جگړه او د پښتنو په سيمه کې د بودايي مذهب ژوندۍ بيلگې گټورې ليکنې دي او بله دا، چې د ښاغلي ژبپوهاند مجاور احمد زيار ليکلارښود هم په پرله پسې توگه په کې خپور شوى، چې په لوستو  ارزي.
مينه وال کولاى شي، چې د ورځ دغه گڼه د پېښور د گل حاجي پلازې د څلورم پوړ ٤٠٩مې کوټه کې تر لاسه کړي او په افغانستان کې د ساپي مرکز اړوندو نمايندگيو څخه يې په تر لاسه کړي.
SCPRD.COM