په كندهاركې نننى چاودنې مرګ ژوبله اومالي زيان اړ ولئ
په كندهاركې نن سهاروختي درنې چاودنې پوليسواوولسي وګړوته مرګ ژوبله واړول .
بريددپوليسوپريوه گاډي وسو
عيني شاهدان سوي بريددموټرسائيكل په وسيله ځان وژونكې حمله بولي خودكندهارچارواكې بياوايې چې چاودنه په يوه لاسي گاډى كې دچاودېدونكوتوكوله امله بولي چې له لري واټن څخه كنترولېدل .
پېښه دسهارپراتوبجودميرويس روغتون مخ ته هغه مهال رامنځ ته سول كله چې دپولېسورينجرموټرله سيمي څخه دتيرېدوپه حال كې وو.
عيني شاهدان وايې چې دميرويس روغتون دڅلورلاري څخه بريدكونكې دپوليسوله موټرسره خپل موټرسائيكل وجنګاوه اوچاودنه رامنځ ته سول.
دكندهاردوالي وياندزلمي ايوبي وايې چې په پېښه كې درې پوليس وژل سوي اوديارلس تنه نورټپيان سوي چې پنځه تنه يې پوليس اواته تنه يې هم ولسي وګړي دي .
ښاغلى ايوبي زياته وي چې چاودنه دهغوچاودېدونكوتوكوله كبله رامنځ ته سول چې په يوه لاسي گاډى كې ځاي پرځاي سوي ول .
وژل سوي اوټپي سوي سرتيري دعامه نظم دقومندانى اړوندپوليس دي .
له پېښي څخه وروسته سيمه دامنيتي سرتيروله لوري كلابنده سوه اوچاته يې دداخلېدواجازه نه وركول
.
پېښه دومره زوره وره وه چې دميرويس روغتون پرڅلورلاري يې نږدې ټول كاروبارته دروندمالي زيان اړه ولئ دئ .
پرياده سوې څلورلاري باندي ددرمل پلورنځيواوفرنيچرشركتونوخاوندان وايې چې له پنځوميليونوافغانيوڅخه زيات مالي زيان وراوښتي دي .
چاودنې دميرويس روغتون ودانى هم زيانمنه كړې اونږدې ټولي سيښې يې ورماتي كړي دي
دبريدمسئوليت وسله والوطالبانوپه غاړه اخيستي
قاري يوسف احمدي رسنيوته ويلي چې بريديې له لري واټن څخه دكنترولېدونكوچاودېدونكوتوكوپه مټ دپوليسوپررينجرموټركړي دي .
بلخواله دغې چاودنې څخه لږوروسته دكندهارښاراوهوايې ډګرترمنځ پرغځېدلي لويه لارباندي د(ښوراندام )په سيمه كې ديوپل چك لاندي چاودنه وسوه چې ځاني اومالي زيان له ځان سره نه درلود،خوپل چك يې نړولي دي