ورځپاڼو ته کتنه
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان په اړه په پاریس کې جوړې شوې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې ایران پدې غونډه کې ګډون ونکړ.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې ښايې پدې غونډه کې د ایران د نه ګډون یو علت د پاریس او تهران ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا وي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د زندانونو ستونزې څیړلي او لیکلي دي چې د زندانونو په ډکولو سره ستونزې نشي هواریدلې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په کابل ښار کې د برښنا ستونزه څیړلې او لیکلي دي چې دا ستونزه بنسټیز حل غواړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې دا خبر هم ورکړې دې چې ولس مشر کرزيد ارګ د ماڼۍ په ګډون د ډیرو دولتي او بهرنیو ادارو د برښنا د بندولو امر کړې خو روغتونونه او د ولسي خدمتونو ادارې به له برښنا نه ګټه واخلي.
ورځپاڼې د همدې مخ په یو مطلب کې دا خبر ورکړې چې په کابل کې د اې آر ډي په نامه یوه بله امنیتي کمپنۍ هم وتړلې شوه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په کابل کې د تیرې ورځې مظاهرې ته په اشارې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې ولس د جنګي جنایتکارانو محاکمه غواړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په سیمه کې نویو پوځي خوځښتونه څیړلي او لیکلي دي چې د سیمې بحران د نړۍ بحران دې.
ورخپاڼې په یو بل مطلب کې په هلمند کې د شویو عملیاتو په اړه لیکلي دي چې پدې عملیاتو کې نهه دیرش وسلوال طالبان وژل شویدي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د جنګي جنایتکارانو د محاکمې غوښتنې ته په اشارې پخپل لومړي مخ کې د یوې میرمنې انځور خپور کړې چې د خپلې کورنۍ د قربانیانو انځورونه په لاس کې نیولي او د هغوې د وژونکو د محاکمې غوښتنه کوي.
دې ورځپاڼې هم د پاریس د غونډې په اړه یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي که چیرې پدې غونډه کې شوې ژمې پوچې وي نو دا غونډه به هم کوم ځاې وننیسي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ماموریت څیړلې خو لیکلي دي چې ددوې ماموریت د ماتې خوړلو په حال کې دې.
د اصلاح او انیس دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او د سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیديدي.
انیس پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د سیمې او نړۍ هیوادونه یو ځلې بیا د ترورزم په وړاندې متحد کیږي.
خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن رايیس د ولس مشر کرزي سیاسي تدبر وستایه.
د راه نجات نا دولتي ورخپاڼې پخپل لومړي مخ کې د افغانستان د روانو حالاتو د یو څیړونکي په نقل لیکلي دي چې بهرنی لوبغاړي د افغانستان اساسي ستونزه ده.
ورخپاڼې د هند د صدراعظم په نقل په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې هند له پاکستان سره د اړیکو عادي کول غواړي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د جنګي جنایتکارانو د محاکمې لپاره شوې مظاهرې ته په اشارې لیکلي دي چې دا د انتخاباتي کمپاین لپاره یوه ښه وسیله ده.
ورځپاڼې د پاریس غونډې ته هم چندانې هیله نده څرګنده کړې او لیکلي دي چې د افغانستان روان بحران د یوې غونډې په جوړولو سره نه هواریږي
نیټه: د ۲۰۰۸ میلادي کال د دسمبر د میاشتې ۱۵ نیټه.