کور / ترخې خبري / د آریانا تلویزیون د پاملرنې وړ

د آریانا تلویزیون د پاملرنې وړ

د کابل نه خپرېدونکی آریانا تلویزیون (د لرغونې شتمنۍ) په نامه یوه اونیزه خپرونه لري . په دې خپرونه کې د هېواد بېلابېل ولایتونه راپېژندل کیږي  او په تاریخي او جغرافیوي شالید باندې یې رڼا اچول کیږي .


 دا خپرونه د اورېدونکو لپاره په دې ډېره ګټوره ده چې مضامین  او د ولایتونو په باب  معلومات یې د هېواد د تکړه او وتلو تاریخپوهانو له اثارو څخه اخستل شوي دي او دا د هېواد له تاریخ نه د ځوان نسل د روزنې لپاره ، شک نشته چې ګټور پرېوزي . زه د هېواد د تاریخ او جغرافیي  د یو مینه وال او زده کړوال په توګه دا خپرونه منظمه اورمه خو هغه څه چې زه دلته غواړم د تلویزیون او د دې خپرونې د چلونکو پام ورته واړوم ډېره مهمه ده .


زه په دې وروستیو کې متوجه شوی یم چې د خپرونې راوي د خپرونې متن د بېلابېلو تاریخپوهانو له اثارو نه  هوبهو را نقلوي او پرته له دې چې د دې لیکوالانو ماخذ ورکړي په پای کې د پروګرام چلونکی خپل نوم د محقق په توګه معرفي کوي . کوم اثار او کتابونه چې په دې پروګرام کې د پروګرام وړاندې کونکی  پخپل نامه لولي او وړاندې کوي په هغو کې د غبار صاحب (د افغانستان تاریخي جغرافیه – پښتو ژباړه) ، د حبیبي صاحب (د افغانستان لنډ تاریخ – پښتو ژباړه) او د سنګروال صاحب (د افغانستان د تاریخي جغرافیې څرنګوالی) د بېلګې په توګه یادولی شو. زما په نظر دا کار نه یوازې د دې تاریخ لیکونکو په حق کې زیاتی دی بلکې په مطبوعاتي کلتور کې ډېره لویه بد اخلاقي ده . د هېواد  تاریخ لیکونکو او څېړونکو د کلونو کلونو زیار او بېګار په پایله کې خپلې څېړنې خپرې کړي دي  او د ډول ډول ستونزو ګاللو ته اړ شوي دي .


دا ډېره کمزوري او سپین سترګي ده چې د دې څېړونکو د کلونو د زیار نچوړ دې څوک په یو نیم ساعته خپرونه کې پخپل نوم خپور کړي.


زه د دې خپرونې چلونکو ته توصیه کوم چې په راتلونکي کې دې  د خپرونې په جوړولو کې لږ نور هم ځان په تکلیف کړي ، له مطبوعاتي امانت دارۍ نه دې کار واخلي  او د متن د اصلي لیکوال نوم دي یاد کړي .