کور / خبرتیا او پيغامونه / د دعوت خپرونې شلمه کلیزه دي ټولو ته مبارکه وي – ۱۹۸۸ – ۲۰۰۸

د دعوت خپرونې شلمه کلیزه دي ټولو ته مبارکه وي – ۱۹۸۸ – ۲۰۰۸

د دعوت خپرونې شلمه کلیزه ډې ټولو ته مبارکه وي

دعوت ۱۹۸۸ – ۲۰۰۸

د دعوت خپرونې په هکله موږ ته ولیکۍ

ستاسو نظر به پرته له سانسوره دلته او هم په دعوت خپرونه کې خپور شي

موږ ته خپل نظرونه او پیغامونه راولیږۍ

دعوت ستاسو او تاسو د دعوت یاست

www.dawat.no or www.dawatfreemedia.org

e-mail: dawatnet@start.no

د درنو هېوادوالو او قلم د خاوندانو نظرونه او پیغامونه دلته ولولئ:

http://www.dawat.no/index.php?mod=article&cat=دعوت&article=503



پوهانددوکتورم.ا. زيار


  اکسفورډ،21-12-08


       د دعوت د شلمې کاليزې په پلمه


زه پر خپل وار د دغې ټولمنلې مهالنۍ شلمه کاليزه ګران او هڅاند رسنوال دوست طارق بزګر ته مرغه ښه وايم. ټولمنلتيايې تر هرڅه له مخه په دې دوو ټکوکې نغښتې چې يو خوايې د دروخپرنيو(پښتو، پارسي او انګليسي) ژبو په کارونه د قلمي همکارانو او لوستونکو کړۍ ښه ترا غځولې او بل يې له ټولو رسنيزو اَرونو سره سم هرې اندپوهې او ليدتوګې ته خپله غېږ تل پرا نېستې پرې اېښې ده. په دې توګه يې دهغو لنډاندو بنسټپالواو بېلتونپالو د بېځايه نيوکو پلمه له منځه وړې چې ګډ تاريخي هېواد او هېواد وال د خپلو  ناولو سياسي، اندپوهيزو او ژبتوکميزو او بيا د بهرنيو بادارانو له ګټو وټو ځاروي.


زه په دې ترځ کې چې دګران بزګر  دغه ګردې رسنيزې او فرهنګي هاندو هڅې، نوښتونه او برياوې لوړې ارزوم او ستايم، کره پښتو ليکلارې او ليکدود ته يې هم پام را اړوم، هيله ده، اردوځپلې پېښورۍ((کوم چې،په هکله، کليزه…)) او په ځانګړي ډول پارسي ځپلې کابلۍ پښتو((…څخه کتنه


=ملاتړ، څو= ترڅو، په برکې نيول…)) هم دی پخپله او هم قلمي همکاران تر وسې وسې نوره و نه کاروي او خپلې درنې ليکنې د دغو بېځايه ژبنيو پېښو بلهاري نه کاندې.


   د دعوت بلينډه دې بلانده وي!