کور / سياسي / د شورويانو د ماتي هيبتناکه ازانګې امريکايان اوري

د شورويانو د ماتي هيبتناکه ازانګې امريکايان اوري

نن سبا، دامريکا او نړۍ په اخبارونو کي، دافغانستان د وضعي په باب يو لړ نوي بحثونه روان دي.  يو سبب يې دا دى چي ډېر ژر به ښاغلي اوباما په کار پيل وکي.  افغانستان او پاکستان ته به ډېره توجه وکي. د اوباما اداره فکر کوي چي افغانستان او پاکستان د القاعدې او مذهبي افراطيت مرکز دى.   په  سيمه کي، د مذهبي قاتلانو پرله پسې حملې همدا مفکوره نوره هم غښتلې کوي.  په  ممبى کي  د اې، ايس، اې په ښکاره لمسون د پاکستاني  مذهبي تروريزم  وحشت او بربريت، دننه په پاکستان کي د مذهبي ټروريسټانو پرله پسې مرگاني بريدونه، او بالاخره  په افغانستان کي د ځانمرگي حملو ډېرېدل ددې نظريې اعتبار نور هم زياتوي.  سپينه او پاکه خبره دا ده چي پاکستان د اسلامي ټروريزم ځالگۍ ده.  تر څو چي  اې، ايس، اې له مذهبي شرارت څخه لاس وانه خلي، په سيمه کي د سولي او ثبات ټينگېدل امکان نلري.  دا يو سپين او رشيتن واقعيت دى.  


په امريکا کي، د ښاغلي اوباما په امر د افغانستان  په باب فعلا يو شمېر څېړني جاري دي. عموما، په امريکا کي د يوه جمهورريس د راتگ تر مخه مطبوعات پر هغو مسايل باندي ډېر  ټينگار کوي چي راتلونکې اداره ورته زيات اهميت ورکوي.  په همدې لړ کي،  د افغانستان روانه وضعه  د امريکا د خارجي  سياست  لپاره يو مهم چلنچ  بلل کېږي.  بلخوا، په امريکايي مطبوعاتو کي د شوروي د اشغال او له هغه څخه د  عبرت اخيستلو موضوع هم  ډېره گرمه ده.  يو علت دا دى چي دشورويانو تجربه ډېره لنډه او پرونۍ ده، او زياتره اوسني امريکايي مامورين په خامخا د جهاد په کاروبار کي دخيل وه.  د مثال په توگه، د دفاع وزير، رابرټ گېټس، د شووري د اشغال په دوران کي (١٩٧٩-١٩٨٩) د افغانستان په مسله کي  ښايسته زيات دخالت لاره.  د جمهورريس منتخب مرستيال، ښاغلى جو باېډن، هم د افغانستان سره اوږده سابقه لري.  حقيقت دادى چي د شورويانو ترخه تجربه د افغانانو لپاره هم ډېره عبرتناکه او تباه کونکې وه، او هم د ننني مسلطو خارجيانو لپاره اهميت لري. فعلا، زياتره افغانان ننني امريکايان د پروني شورويانو سره پرتله کوي. 


بل پلو، ځيني امريکايي او خارجي ليکوالان د افغانستان د ستراتيژيک اهميت په باب په زياتېدونکې توگه  شک او ترديد ښکاره کوي.  د دغو ليکوالانو په  کتار کي انگريز ليکوال، روري سټيوارټ، ښايي تر نورو ډېر شهرت ولري. ښاغلي روري په کابل کي اوسېږي، هلته يوه وړه خيريه موسسه لري چي دکابل د زاړه  ښار د بياودانولو په اړوند په کار بوخت  دى.  هغه د کال ٢٠٠٢ په سر کي له هرات څخه تر کابل پوري د غور، هزاره جات، او وردگو پر لارو باندي پلي او يوازي دخپل سپي “بابر” سره يو تاريخي او يادگاري سفر کړي دي.  د همدې سفر په  ارتباط يې کتاب ليکلى دي؛ اوس، په غربي مطبوعاتو کي د افغانستان په باب مقالې او تبصرې  ليکي. ددې ليکوالانو مفکوره دا ده چي افغانستان په هغه اندازه اهميت نلري لکه چي  موږ فکر کوو. په بل عبارت،  افغانستان يو خوار او غريب ملک دى او هيڅ نده په جوړه.  افغانستان تل بې ثباته او ناکراره وو.  افغانستان هيڅکله مرکزي حکومت نه لاره.  تل دکابل حکومت د قومي او محلي مشرانو سره په گډه او ايتلاف حکومت کاوه.


همدا ډله مبصرين فکر کوي چي دافغانستان سياسي مشکل چاره نلري.  مگر بايد وويل چي د افغانستان ستونزه چاره لري.  او هغه  قوي، مرکزي، پاک، او   مترقي حکومت  دى. داسي حکومت چي امنيت وساتي.  اقتصادي پرمختگ راولي.  او د افغانانو د نن او سبا غم وخوري.  افغانستان په کلونو کلونو باثباته او مرکزي حکومتونه لرل.  افغانستان به ښايي غريب  هېواد وي، خو سترايتژيکي موقعيت يې  خورا مهم دى.  د ښاغلي روري سټيوارټ اشتباه پدې کي ده چي هغه په ناحقه د افغانانو پخپلمينځني اختلافاتوکي څه غرضي دريځ او خوا نيولې ده.  همدې سياسي موقف د ښاغلي روري نهايي تحليل او نظر لړزانه او خطرناکه کړى دى.  په  هر صورت،  هڅه سوې ده چي د رپوټونو اومقالو مهم ټکي ترجمه سي، ځيني دونه نيښتېږل سوي دي چي فقط يو يا دوه مطلبه ترې را اخيستل سوي دي.


د کرسچين ساينس مانيټور انلاين ورڅپاڼه د ډسمبر پر ١٩ پخپل يوه  په زره پوري رپوټ کي په افغانستان کي دشورويانو او امريکايانو تجربې سره مقايسه کوي.    د شورويانو د اشغال په زمانه کي، ښارونه د شورويانو او  دکابل حکومت پلاس کي وه، خو کليوالي سيمي د مجاهدينو په ولکه کي وې.  نن ورځ، همدا لوبه روانه ده.  قريب ٧٢ فيصده خاوره  کي ياغيان دايمي حضور لري.  د شوروي د اشغال په دوران کي، مجاهدينو په پاکستان کي د ارام او سېب ځاى لاره.  نن سبا، طالبان هم د استراحت، تفريح، او ټرېننگ لپاره  پاکستان له ځي. عامه افغانان له شورويانو څخه خوشحاله نوه. نن ورځ ، له امريکايانو څخه هم راضي ندي.  هله هم لويي لاري او سړکان  ناامنه او خطرناکه وه.  نن سبا، همدا شريره لړۍ بيا روانه ده.  د متحده ايالاتود پوځي او جنگي کالج پروفسور، لاري گوډسن، وايي:  همدا مشابهت او ورته والى د شورويانو بدي خاطرې را ژوندۍ کوي.    هغه وخت، مجاهدينو د شوروي کاروانونه وهل او حملې پرې کولې،نن ورځ هم د امريکاپر اکمالاتو باندي پرله پسې بريدونه کېږي.  اکمالات د يو لښکر  د ژوند او مرگ سوال دى.  


د کرسجين ساينس مانيټور اخبار ادامه ورکوي او ليکي: په کابل کي، روسي دپلوماتان وايي: موږ او افغاني دوستانو مو قريب ٤٠٠٠٠٠ عسکر لرل، خو بيا هم بريالي نه سو.  پروفسور گوډسن وايي: شورويانو د مقاومت د ختمولو لپاره د کليوالي سيمو بمباريو ته زور ورکى.  نن ورځ، دملکي خلکو د وژولو هره  حادثه هغه پخوانۍ بدي او ډارونکي خاطرې  را په يادوي .   په افغانستان کي، د روسيې سفير، ښاغلي کابلوف، چي د ١٩٨٠ په کلونو کي په افغانستان کي د کې جي بي مامور وو، وايي:  اوس، تاسو د ښځو د حقوقو او ديموکراسۍ د ټينگولو خبري کوي، پرون موږ د کمونزم د قايمولو دعوه کوله.  ښاغلي کابلوف وايي: تر ټولو ښه لاره دا ده چي افغانان پرېښودل سي چي خپله خپل برخليک وټاکي.  هغه وايي زموږ تر ټولو بده اشتباه دا وه چي موږ غوښتل خپله ايدلويوژي پر افغانانو تحميل کوو.   امريکا او ناټو  افغانانو ته د سيال په سترگه نه گوري.  هغوى اصلي مشکل ته پام نه کوي. اصلي ستونزه د يوه قوي مرکزي حکومت جوړول دي.  پرفسور گوډسن وايي: د شورويانو تجربې د نظامي حل ناکامي وښوده.  ښه لاره دا ده چي پاک او غښتلى  مرکزي حکومت جوړسي، اقتصاد تقويه سي، د قانون حاکميت خور سي، او انکشافي پروژې ډيري سي.  همدا، د خلاصون لاره ده.  


د کرسچين ساينس مانيټور ورځپانه د ډسمبر پر شپاړلسمي باندي  ليکي:  امريکايي او افغاني چارواکي غواړي چي په طالبانو کي درز واچوي او په اصطلاح  د اصلاح سويو او پستو طالبانو سره روغه جوړه وکي. طالبان او القاعده سره جلا او بېل سي. خو مشکل دادى  چي طالبان د القاعدې په پيسو چلېږي. په افغانستان کي، زياتي او رنگارنگ مسلح ډلي فعاله دي.  اکثره ياغيان د کومي خاصي ايديولوژي او عقيدې لپاره نه جنگېږي، بلکي زياتره ياغيان خپل محلي شکايتونه لري چي له  بد اقتصاد او پراخي بېکارۍ څخه نيولې بيا د کابل له حکومت او بين المللي عسکرو څخه پراخه  بېزاري شامله ده.


د اکانوميسټ مجله د ډسمبر پر ١٤ د” بل سرچ” تر عنوان لاندي دا سوال مطرح کوي چي ايا د امريکا نور اضافه عسکر او نوې ستراتيژي به طالبان مات کي؟  مجله  سمدستي د عراق مثال ورکوي او هلته د”ويښي شورا” او د “عراق د زامنو”  برياليتوبونه  يادوي.   متحده ايالات  به له عراق څخه خپل عسکر را وباسي، خوافغانستان ته به  ٢٠٠٠٠  نور عسکر  واستوي.   د نوي ستراتيژۍ په اړه د کابل- کندهار- هرات د لويي لاري د امنيت ساتل  له لمړيتوبونو څخه دي.  دا لاره طالبانو او غلو نا امنه کړې ده.   دغه راز، د کابل د نفوذ او حاکميت ساحه به هغو سيمو ته غزول کېږي چي همدا اوس د طالبان په ولکې کي دي.  لوي ښارونه بايد امن سي.  د قومي او محلي مشرانو او قوتونو سره ارتباط او د خبرو اترو چېلنونه بايد خلاص سي.  په کليوالي سيمو کي امنيت ټينگ او د بياودانولو پروژې پيل سي.  قومي شوراگانو ته به معاشونه مقرر سي، او قومي شورگانو ته به په حکومت ډېره ونډه ورکړه سي.  اربکيان به مسلح او تنظيم سي. د قومي شورا هر غړى او  هر اربکى به د مياشتي ١٢٠ ډالره معاش لري.   


مجله ليکي: ايا دا نقشه به کار  ورکي او کنه؟  د افغانستان قومي سياست پر نفاق ، پيسو، او فساد راڅرخي.  د قومي سياليو کنټرولول گران او ستونزمن کار دى.  جمورريس حامد کرزى بې حده بې اعتباره دى.  افغانان ورځ په ورځ له حکومت څخه فاصله نيسي.    افغان پوليس فاسداو بې تعليمه دي.  په ولاياتو کي، افغانان او خارجيان وايي ددې نقشې د موفقيت لپاره دقومي شوراگانو لپاره د ښو او مسولو استازو انتخاب او ټاکل حياتي اهميت لري.  


د ټايم په مجله کي د ډسمبر پر ١١ مشهور ژورناليسټ ښاغلي  جو کلاين پخپلي مقالې کي پوښتنه کوي :  ولي موږ په افغانستان کي يو؟  هغه د افغانستان جنگ يو خوشي بې مقصده سياسي حماقت گڼي.  ښاغلى کلاين  ليکي:  د افغانستان جنگ د بن لادن د نيولو يا وژلو لپاره پيل سو، خو  اوس اوه کاله را وروسته امريکا د يو لړ مذهبي  ډلو سره  چي د مخدره موادو په قاچاق چلېږي په يوه نه تمامېدونکې جگړې کي لټاره ده.  همدې مختلفو انواع او اقسامو مافيايي ډلو ته موږ نن سبا د “طالبانو” خطاب کوو.  د طالبانو مشران په پاکستان کي ازاد تگ راتگ کوي.  د مخدره موادو قاچاق او کر ټول افغانستان په سر اخيستى دي.  د جمهورريس حامد کرزي اکثره عالي رتبه مامورين او حتى خپلوان د مخدره موادو په قاچاق لگيا دي.  يو انگريز دپلومات وايي:  دلته جنگ د دين او مذهب ندى، بلکي دپيسو لپاره دي.  


ښاغلي کلاين ادامه ورکوي او ليکي:  موږ په افغانستان کي د دولت او ملت د جوړولو په يوې پراخي او کرغېړني پروسې لگيا يو.  موږ  ادعا لرو چي د جمهورريس حامد کزري حکومت ديموکراتيک دى او موږ د هغه دفاع کوو.  موږ  ځان په يوه ناممکن کار او درواغو بوخت کړى دى.  افغانستان هيڅکله يو قوي مرکزي حکومت نه لاره.  د خطر اصلي مرکز پاکستان دى.  بن لادن که چيري ژوندي هم وي نو هلته اوسېږي. پاکستان مصنوعي او غير طبيعي سرحدونه لري.  ذره وي وسلې لري.  او له هند سره يوه ړنده او مرگانۍ دښمني او بدي لري.  د بوش ادارې همدا دوه مخى پاکستان پخپل غېږ کي وساتى.  جنرال مشرف ته يې پيسې او سياسي حمايت ورکى.  که څه هم زرداري همکاري کوي، خو د پاکستان پوځ لا تر اوسه هم طالبان او نور مذهبي افراطيان تقويه کوي.  د ممبى تروريستي حملې همدا کنکشن ښه رسوا کى.   ښاغلى اوباما مجبوره دى چي د اسلام اباد او کابل د مشرانو سره جدي خبري وکي.  دواړو ته بايد ووايي چي هر يو بايد خپل حد وپېژني، او کنې نو پر دواړو خواوو باندي مالي مرستي بندي سي.  ښاغلى اوباما ته  به ډېر ژر  يو بې هدفه او مقصده جنگ په ميراث ورسېږي، هغه مجبوره دى چي همدا اوس لا کابل او اسلام اباد ته څرگند او جدي پيغام واستوي.