کور / شعر / قاتلان

قاتلان

هغه دسرووينوپه جام چي خماريان ښكاري


هغه نشه دي دمظلوموقاتلان ښكاري
چي زما وستادميني لاره په نفرت بدلوي


هغه زموږ دپاكي ميني غمازان ښكاري
زموږ دباغه يه باغوان په ظلم  زور ايستلي


دباغ په مينځ كي دپرديو جوړ  زندان ښكاري
دلته ګودرمنګي  چنار  ټوله په  وينو سره دي


زموږ دپيغلو په لاسو كي ځنځيران ښكاري
دلته دسرقاتل چاړه په لاس قصاب راغلي


دلته دميني په تهمت تورعاشقان ښكاري
دمحبت دام موپه پښوكي زحمتونه ګالو


عمري لاره به وه مخكي  كاروان ښكاري