د اصلاح انلاين د ۱۰۰۰۰۰مي کتني ګټونکي اعلان شول

د لراوبر اداره | دسمبر 15th, 2008


 اصلاح انلاين  ويبپاڼي (eslahonline.net) په پېښور کې افغان خبريال داوود جبارخېل د سل زرم کليک د لومړۍ درجې جايزې او په ناروي کې مېشت افغان سليم صميم ته د دويمې درجې جايزې د ګټلو مبارکي وايي.‌


جايزه د قوس په ۱۵مه د عرفې او لوی اختر د رخصتيو له پيل سره اعلان شوې وه، هغه مهال د سايټ‌ د کتنو شمېره دوه نوي زره وه. د سل زرم ټک يا کليک لپاره جايزه وټاکل شوه.

د اصلاح انلاين د تخنيکي ټيم لخوا د را ټولو شويو معلوماتو او د ګټونکو لخوا د ورکړل شويو شواهدو وښوده چې په اصل کې د بغلان اوسېدونکي په پېښور کې مېشت خبريال داوود جبارخېل د جايزې لومړی ګټونکی او په ناروي کې سليم صميم دويم ګټونکی شو. که څه هم له ګټونکي څخه غوښتل شوي وو چې د خپلې صفحې د سل زرم کليک پرېنټ سکرين يا عکس را ولېږي، خو دواړو ګټونکو دا کار پر وخت ونه شو کړای. له دې پرته، نورو ټولو شواهدو وښوده چې سل زرم کليک ښاغلي جبارخېل پر “خپل ورور يې اسلام ته راوباله” ليکنې کړې، او سليم صميم په همدې وخت کې سايټ خلاص کړی چې سل زرمه شمېره يې ښوده.

د اصلاح انلاين سل زرم کليک د کابل پر وخت د اختر په درېيمه، د قوس ۲۰مه، د ماخوستن په دوو دقيقو باندې لسو بجو باندې شوی دی.

د اصلاح انلاين همکارانو وکولی شول پنځه کليکه وروسته متوجه شي چې د سايټ د کتنو شمېره تر ګټل شوې اندازې اوښتې وه او له يو لک او پنځمې ليدنې څخه يې عکس ايستلی.

داود جبارخېل د جايزې د ګټنې په اړه اصلاح انلاين ته وويل: ”دا زما لپاره ډېر د وياړ او فخر ځای دی چې زه په نړيواله کچه د يو ستر اسلامي سايټ د جايزې ګټونکی کېږم. ماته دا مهمه نه ده چې په مادي توګه به د دې جايزې قيمت څومره وي، خو مهمه داده چې د يو داسې سايټ چې د افغانانو تر ټولو غټ اسلامي او د خوښې سايټ دی د دې لخوا ماته جايزه را کول کېږي.” هغه زياته کړه چې زه او ټوله کورنۍ مو ستاسې د وېب پاڼې منظم لوستونکي او مينه وال يو.

داود جبارخېل ته به د هغه جايزه او د اصلاح انلاين يو سند په پېښور کې د دغه وېب سايټ د همکارانو لخوا تسليم شي او سليم صميم ته به هم د هغه جايزه او سند ور ولېږل شي.

د يادونې وړ ده چې څرنګه چې جايزه د اختر او عرفې د رخصتيو پر مهال اعلان شوې وه او په افغانستان کې زياتره انټرنېټ کاروونکي په کور ول، د جايزې دواړه ګټونکي له هېواده بهر وختل ځکه هغوی په کور هم د نېټ اسانتيا لري.

موږ دواړو ته د زړه له تله د جايزې مبارکي وايو او له اصلاح انلاين سره يې اوږده ملګرتيا غواړو.

اصلاح انلاين دا جايزه يوازې د يادو شويو دوو کسانو نه، بلکې د ټولو لوستونکو بولي او په دې باور يو چې ټول لوستونکي اصلا ګټونکي دي، ځکه دا وروستی يا سل زرم کليک کيدای شي کله کله تصادفي وي. نو ټولو هغو لوستونکو چې همدا پاتې نهه نوي زره او نهه سوه مقالې يې کتلې دي، هغوی ټول په همدې ګټنه او جايزه کې شامل دي. او دا د ټولو لوستونکو وياړ دی.

Copyright Larawbar 2007-2024