کور / خبرتیا او پيغامونه / دلراوبرپښتونخوا د پياوړي ليکوال د خواشينۍ او غمشريکۍ پيغام

دلراوبرپښتونخوا د پياوړي ليکوال د خواشينۍ او غمشريکۍ پيغام

دا دغم له پاسه غم دۍ !

دلراوبرپښتونخواپياوړی ليکوال اوشاعر ارواښاد نثار احمد مظلوم صاحب دآبد لپاره له موږ نه جلاشو!


ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې  اوروزگان مهالنۍ ملي خپروني  ادارې دخواخوږۍ  پيغام !

په ډير خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي دلراوبرپښتونخوا پياوړی ليکوال ،شاعر سياسی اوفرهنگی شخصيت د تيري پنجشنبې په ورځ دليندی پر ۲۱ مه  دورپېښي ناروغى له امله  دتل لپاره د پاني دنيا سره مخه ښه وکړه .اناالله وانااليه راجعون  .

موږ پداسي حال کښي چي دارواښاد مړينه ټولو پښتنو اودسيمې اوسيدونکوولسونولپاره لويه ضايع گڼو، دمرحوم مظلوم صاحب په غمجنه پېښه کي  دهغه دکورنۍ دټولوغړو،دوستانواوعلاقمندانوسره ځانونه شريک بولو، اودلوي څښتن له دربارنه ټولوته دزړه صبر اودارواښادنثار احمد مظلوم صاحب سپېڅلي روح ته پردوس جنت غواړو. روح دې ښاد اوياد دې ابدی ا وسي .


حبيب الله غمخور 
 

تبصره نسته

  1. په خواشيني سره مو خبر ترلاسه كو سي دلر او بر دپښتنو لو ي پياوړي ليكوال اوشاعر ښاغلي ارواښاد نثار احمد مظلوم صاب دتل لپاره له دي نړ ي نه سترګي پټي كړيدي اناالله وانا اليه راجعون .
    موږ په دبئ كي ميشته پښتانه او دادب مينه وال وښاغلي مظلوم صاب ته دلو خداي ج له دربآره دفردوس دجنتونو له غوښتلو سره سره دده كورني او خپلوانو عزيزانو ته پوره اولو ي صبر غواړو،له دوي سره په دي وير كي خپل ځآنونه ګډ بولو دښاغلي مړينه دپښتو ادب او دپښتو ژبئ دپالني لپاره لو ضايعه بولو،لوي الله دي په خپل فضل او كرم سره دالويه تشه ډكه كړ ي، امين امين