خوست:سوله ساتو ښځې و ماشومان وژلي او په سپيو داړلي
بهرنيو ځواكونو د خوست ښار ختيځ او خپلې سترې پوځي هډې ته څېرمه پر يوه كور عمليات كړي او په پايله كې يې د يوې ښځې په ګډون درې تنه وژلي، پېنځه يې ژوندي وړي او درې نور ښځې او ماشومان يې په سپيو داړلي دي.
دا پېښه تېره شپه ناوخته د كونډيو په نوم كلې كې شوې.
د زيانمنې كورنۍ يوه غړي، يونس په داسې حال كې چې اوښكې يې په سترګو كې ډنډ وې او د خپل پلار او مور د وژنې ځايونو ته يې د رپيدونكي لاس په ګوتو اشاره كوله، وويل، چې د شپې ناوخته يې د كور دروازه په بمونو والوځول شوه او ناڅاپه امريكايي ځواكونه په كور ورننوتل، كله چې د ده مور له كوټې ووته نو هغه يې وويشته او ورپسې يې د ده پلار هم وويشت او ځاى پرځاى يې ووژل.
دريم وژل شوى زلمى، چې د ده د تره زوى كيده، د دوى په حجره كې په نښه شوى او وژل شوى دى.
يونس وايي، چې نه يوازې دا، بلكې د كور دوې نورې ښځې او يو څلور كلن ماشوم، ځواكونو په سپيو داړلي او ټپيان كړي دي.
پر دې سربېره ورغلو ځواكونو د دې كورنۍ پېنځه تنه ژوندي هم له ځان سره وړي دي.
كور واله ويل، چې بهرنيو سرتېرو يې له كوره سره زر، نغدې پيسې او مبايل ټليفونونه هم وړي دي.
يونس وويل، چې د دوى كور په خوست كې د بهرنيو ځواكونو سترې پوځي هډې ته د يو كيلومټر نه په لږ واټن پروت دى او د ده په وينا كه ځواكونو دوى غوښتى، نو د ورځې هم ورتلاى شول.
يونس او شااوخوا راټولو نورو لسګونو كليوالو يې ګواښنه وكړه، چې كه حكومت د دې پېښې سمه پلټنه ونه كړي، نو كډه كولو ته به اړ شي.
په خوست كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر منلې چې ځواكونو يې له افغان سرتېرو سره په ګډه تېره شپه د پوځي پلټنو پرمهال د يوې ښځې په ګډون درې تنه وژلي او شپږ نور يې ژوندي وړي دي.
ځواكونو پر ياده كورنۍ تور لګولى، چې د دوى له وسله والو مخالفينو سره يې مرستې كولې.