ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د امریکا د بودیجې د اروزنې د مرکز د یو رپورټ په حواله لیکلي دي چې د عراق او افغانستان په جنګ کې د امریکا مصارف له نهو سوو میایارډو ډالرو نه واوښتل.
ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرلیک کې د برطانوي چارواکو په نقل لیکلي دي چې برطانیې ته له پاکستان نه روزل شوي وسلوال ورځي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د جمهوري ریاست په راتلونکې دورې تبصره کړې او ځینو هغو هیلو ته يې کتنه کړې چې پدې اړه موجودې دي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په ناسمو تګلارو تبصره کړې او لیکلي دي چې نړیوله ټولنه په ځنډ سره دا ستونزه درک کړه.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي که چیرې ولس له بیوزلۍ خلاصون غواړي نو بیارغونې ته دې مټي رابډوهي.
په ورځپاڼه کې د خصوصي امنیتي کمپنیو د تړلو په اړه روانو هلوځلو ته هم کتنه کړې او لیکلي دي چې د ځینو بدنامه امنیتي کمپنیو تړل یو لازمي اقدام دې.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د شینډنډ د ځايې خلکو دا شکایت راغستې چې په دغه ولسوالۍ کې میشت بهرني ځواکونه ملکي خلک وژني.
ورځپاڼې د لومړي مخ په یو بل مطلب کې د برطانیې د صدراعظم په حواله دا لیکلي دي چې په افغانستان کې مسؤلیتونه په برابر ډول ندي ویشل شوي.
ورخباڼې پخپله سرمقاله کې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو د وژنې مسله راغستې او لیکلي دي چې افغان وژنه د پاڅونونو توفان ځیږوي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې په مشرانو جرګه کې د څلوردیرشو سناتورانو حضور غیر قانوني دي.
ورځپاڼه د خپلې تبصرې په دوام لیکي چې دغه شمیر سناتوران د ولسوالیو د شورا لخوا د دریو کلونو لپاره انتخاب شوي وو خو اوس ددوې د کاري دورې د پورا کیدو سره سره دوې خپل کار ته دوام ورکوي.
ورخپاڼې په یو بل مطلب کې د بشر د حقوق د خپلواک کمیسون د مشرې سیما ثمر په نقل لیکلي دي چې د میرمنو په غونډه کې د ولس مشر څرګندونې د بشري حقوقو بې احترامي وه.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ولسي جرګې د تیرې ورځې بحث ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د سوداګرۍ وزیر استیضاح کیږي.
ورځپاڼې د همدې مخ په یو بل مطلب کې هغو هڅو ته هم کتنه کړې چې له افغانستان نه امریکا ته د صادراتو د زیاتولو لپاره روانې دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم د انتخاباتو د نیټې په سر روانو جنجالونو ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې د ولسي جرګې د تیرې ورځې اعلامیه څیړلې ده.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
اصلاح پخپله سرمقاله کې د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکي حکومت په سیاست تبصره کړې او لیکلي دي چې ښايي دا حکومت په افغانستان کې د سولې او امن په ټینګولو کې مرسته وکړي.
خو انیس بیا په هیواد کې د خوراکي موادو د کمښت مسله راغستې او له هغې سره يې د مقابلې په لارو چارو تبصره کړې ده.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا په غټو ټکو سره لیکلي دي چې له طالبانو سره سوله اسان کار ندې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کېد ولسي جرګې د یو غړي په حواله لیکلي دي چې د بهرنیو ځواکونو د حضور قانوني کول د طالبانو انګیزه کموي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د برطانیې د جنګې لګښتونو مسله راغستې او لیکلي دي چې دا لګښتونه پنځوس په سلو کې زیاتیږي.
نیټه: د ۲۰۰۸ میلادي کال د دسمبر د میاشتې ۱۷ نیټه.