اسدالله خالد د قبايلو د وزير په توګه وټاکل سو

د لراوبر اداره | دسمبر 18th, 2008


اسدالله خالد وروسته له هغي دولسمشرحامدکرزي لخوا دسرحدونواوقبايلو دچارو دوزير په توګه وټاکل شو  چې هغه حاضر نه شو چې دپارلماني چارو وزارت قبول کړي .


اسدالله خالد چې دحامدکرزي په حکومت کې ترډيره دامريکايانووفادار شخص دي څه موده وړاندې چې دکندهار والي وو له دندې ګوښه شو اوبيا دپارلماني چارو دوزير په توګه ټاکل شوي وو خو هغه دپارلماني چارو وزارت نه وومنلى .

خالد وايې چې دپارلماني چارو په وزارت کې يې کار نه شواي کولاي اودقبايلو دوزير په توګه به په سرحدونو کې ښه خدمت وکړي ځکه چې پلار يې دشوراوکيل پاتي شوي ا ودسرحدي قومونواوټبرونو سره ډير ې ښې اړيکي لري .

اسدالله خالد تيره ورځ دغلام جيلاني پوپل لخوا چې دحامدکرزي په حکومت کې دسيمه ايزو ارګانونودنويي خپلواکې اداري مشر دي دسرحدونو وزارت کار کوونکيوته وروپيژندل شو .

په دې معرفي غونډه کې امنيت ملي مشر امر الله صالح اودکډوالو اوبيرته راستنيدوونکيو دچارو وزير کريم براهوي اوشمير مخور اودولسي جرګې وکيلان هم حاضر وو .

Copyright Larawbar 2007-2024