کور / خبرتیا او پيغامونه / ۲۸ ډسمبر په کوټه کي د امن لويه مشاعره جوړيږي

۲۸ ډسمبر په کوټه کي د امن لويه مشاعره جوړيږي

په كوټه كې د پښتو ادبي غورځنګ له پلوه د ډسمبر د مياشتي په 28 مه نېټه باندې چې د اتوار (يكشنبه) له ورځې سره سمون خوري د امن تر نامۀ لاندې يوه لويه مشاعره جوړېدونکې ده.


پښتو ادبي غورځنګ له ټولو پښتنو شاعرانو، ليكوالانو، اديبانو او مينه والو، په خاصه توګه د كراچۍ او سهېلي پښتونخوا له ملګرو څخه دا غوښتنه كوي چې په دې مشاعره كې ګډون وكړي، او دا د امن مشاعره نوره هم په خپلو شعرونو باندې ښايسته كړي، او د نړيوالو پام و دې ته راوګرځوي چې پښتانۀ د جنګ نه بلكې د امن خوښوونكي خلك دي.