ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | دسمبر 27th, 2008


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې دا خبر ورکړې چې د اتو سترو صنعتي هیوادونو په راتلونکې غونډه کې به افغانستان د اجنډا په سر کې ځاې ولري.

ورځپاڼې په سیمه کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې د یو هندي کارپوه په حواله لیکلي دي چې امریکا غواړي چې هند هم  په افغانستان کې ښکیل کړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د شتو ستونزو د حل لاره د نظام ټیبنګښت بللې دې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې په سوات کې د انجونو د ښوونځیو د تړلو د اعلامیې په غبرګون کې د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې دا د لر او بر د ولسونو پر ضد یوه ستره توطعه ده او باید هغه شنډه کړاې  شي.

ورځباڼې پخپله سرمقاله کې هم په همدې مسلې تبصره کړې خو پوښتلي دي چې دا څوک دي چې د انجونو د ښوونځیو د تړلو فتواې ورکوي.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې د هیواد د راتلونکو انتخاباتو په اړه په یو مطلب کې شتونزو ستونزو ته کتنه کړې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا له افغانستان سره په پوله د پرتو پاکستاني ځواکونو د ویستلو لپاره شوې پریکړې ته په اشارې لیکلي دي چې له دې سره به په افغانستان کې ترورستي فعالیتونه زیات شي.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د قومي ځواکونو د جوړولو مسله راغستې او لیکلي دي چې ددې پلان عملي کیدل به امنیتي  ستونزې لا زیاتې او د هیواد د ویش زمینه به برابره کړي.

په ورځپاڼه کې په ولایتونو کې د ولس مشر کرزي احکامو ته د نه پاملرنې مسله هم تر بحث لاندې راوستلې ده.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکیچ ته په اشارې د ستراټفور کمینټري په حواله لیکلي دي چې نړیوال به په لنډو ورځو کې د هند او پاکستان ترمنځ د یوې بلې جګړې خبر واوري.

ورځباڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د راجستان ایالتي حکومت د سرحدي سیمو کلیوالو ته ویلي دي چې نورو سیمو ته دې ولاړ شي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو او پیښو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې په سوات کې د انجونو د ښوونځیو د تړلو لپاره خپور شوي خبرداري ته په اشارې لیکلي دي چې دا توطعه ده او که فتوا.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د ښوونځیو سوزول او د انجونو د زده کړو مخه نیول د ترهګرو کار دې.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا افغانستان ته د پاکستان د ولس مشر په ممکنه سفر تبصره کړې خو پوښتلي دي چې دا سفر مخکې ولې لغوه شو.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې هڅه کړې چې په افغانستان کې د شتو ستونزو ریښې بیا مومي او په عینې حال کې يې پوښتنه کړې چې ګرم څوک دې ولس مشر کرزې او که بهرنیان؟

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو مسله څیړلې او لیکلي دي چې د ځواکونو زیاتول د جنګ او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو معنې لري.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې چې د مرغومي په شپږمه په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل ته ځانګړې شوې لیکلي دي چې ایتلافي ځواکونه هم د پخواني شوروي اتحاد د خواکونو پیښې کوي.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هیواد کې د قومي ځواکونو د جوړولو ملاتړ نه کوي.

دې ورځپاڼې هم د اتو سترو صنعتي هیوادونو په راتلونکې غونډې  تبصره کړې او لیکلي دي چې افغانستان به ددې ډلې په لوړمیتوبنو کې ځاې ولري.

Copyright Larawbar 2007-2024