اوروزګان : يو هالنډی سرتېری ټپي او بل وژل سوئ دئ
د هالنډ د دفاع وزارت د خبر له مخي پرون د جمعې په
ورځ پر ځايي وخت دوې بجې يو ۲۴ -کلن هالنډي سرتيری (مارک وايد) د ګزمې پر مهال
د سړک غاړي بم له امله وژل سوئ او يو بل ټپي سوئ دئ .
هالنډ په اوروزګان کښي ټول ۱۶۰۰ سرتيري لري چي د وژل سويو
هالنډي سرتيرو شمېره يې د ۲۰۰۶ د نيمايي راهيسي تر ۱۸ پوري رسيږي .
د يوې هالنډي ويبپاڼي د ټولپوښتني له مخي د هالنډ په سلو کي ۶۰ ٪
وګړي ددې پلويان دي چي که چېري په افغانستان کښي د هالنډي عسکرو د مړيني شمېر ٢٥
تنو ته ورسيږي نوبايد د دوی عسکر نور له افغانستان څخه راووزي.
په لاندي وېډيو کښي په اوروزګان کښي دیو شمېر طالبانوسره د يو
هالنډي تلويزيون NOS تازه مرکه کتلائ سئ :